فنلنډ زرګونه افغانان کډوال له خپلې خاورې وباسي

فنلند هېواد په زور ۲۰زره پناغوښتونکي له خپلې خاورې وباسي، چې ټول یې افغانان او عراقيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د سویډن هېواد له ۶۰ تر ۸۰ زرو پورې هغه پناغوښتونکي، چې د پنا اخیستلو غوښتنې یې رد شوې وې د اېستلو پرېکړه کړې وه.

د فنلنډ هېواد کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی پیوی الینا نرګ وايي، چې: “موږ به ۶۵ سلنه مهاجرین چې د پنا اخیستلو پاڼې یې رد شوي دي وباسو. له دغه شمېره یې ۶۰ سلنه یې افغان، عراقي او سومالیايي پناغوښتونکي دي.”

الینا نرګ زیاتوي، چې هغه کسان چې غواړي په خپله خوښه له فنلنډ هېواد څخه ووځي هغوی ته د خروجي لارې چارې هم په نظر کې نیول شوې دي. چې په راتلونکو څو میاشتو کې به نږدې ۴ زره پناه غوښتونکي د الوتکو له لارې خپلو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د فنلنډ هېواد د دغې پرېکړې له اعلان وروسته د یونان فوټبال کلب د فوټبال لیګ یوه سیالۍ د کډوالو د قربانیانو په خاطر د څو شېبو له پاره وځنډوله.

د دغه کلب مسولینو وویل، چې د فوټبال لوبغاړي د هغو زرګونو ماشومانو له پاره چې د اژه په سیند کې غرق کېږي د دول د قیقو له پاره چوپ پاتې کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام