تېره ورځ ماسپښین مهال شاوخوا ۱۲ بجې نيپال هېواد يوه زوروره زلزله ولړزاوه.
هغه مهال لومړني راپورونه خپاره شول، چې د دغې زلزلې له امله ۷۰۸ تنه وژل شوي دي.
خو د دغو راپورونو څخه ۲۴ ساعته وروسته اوس ويل کيږي، چې په نيپال کې د زلزلې له امله ۲۰۰۰ تنه وژل شوي او په زرګونه نور يې د خاورو لاندې شوي دي.
د نيپال پلازمينه کهټمنډو څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې په وژل شويو کې یوازې ۹۰۰ تنه د کهټمنډو اوسېدونکي دي.
زلزله ډېره شديده ښودل شوې، چې شدت يې ۷،۹ ريښتره وه.
په دغه شدیده زلزله کې د نيپال تاريخي ودانۍ په ګډون نورې ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.
اوسمهال د کهټمنډو ټولې لارې بندې شوي او مرستې د هوا له لارې رسول کيږي.
وروستي راپورونه وايي، چې د زلزلې شدت چين، هندوستان او بنګله دېش هېوادونه هم لړزولي دي، چې له امله يې په چين کې ۱۲ تنه او بنګله دېش کې ۴ تنه وژل شوي دي.
نيپال ته تر اوسه يوازې د پاکستان له لوري د لومړنيو خوراکي توکو څخه ډک پوځي الوتکه ور رسېدلې.
تېره ورځ د نيپال د اطلاعاتو وزير منيندرا ريجال دهند يو خصوصي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي، چې سيمې ته د اضطراري حالاتو ګروپونه رسېدلي دي.
هغه وويل، چې د زلزلې مرکز د کټهمنډو څخه شمال لويديځ لوري ته ٨٠ کيلو مټره لرې و.
نيپال هغه هېواد بلل کيږي، چې په کې لوړې او تاریخي ودانۍ، مندرونه او نور موقعیت لري.
اخوا د نيپال عوامو په خلاف ځينې نور راپورونه داسې وايي، چې په نيپال کې يوځل مخکې هم په ۱۹۳۴ م ميلادي کال زلزله شوې وه، چې ۱۰ زره کسان پکې د خاورو لاندې شوي و.
دغه زلزله د هندوستان په کلکته، ډهلي، اترپرديش، اسام، اریسه، جی پور او نورو سيمو کې محسوس شوې ده.
همدارنګه تېره ورځ ( اپرېل ۲۵) له ماسپښين وروسته د هندوستان صدر اعظم نریندر مودي په خپله ټويټر پاڼه کې د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه.





