هند پر پاکستان اوبه بندې کړې

هند هغه اوبه بندې کړې چې له دغه هېواده پاکستان ته بهېدې.

د هند د کښتۍ چلولو او لېږد رالېږد وزیر پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې «اوبه به په جاموکشمیر او پنجاب کې خپلو هېوادوالو ته ورسوو. د راوي بند پر جوړولو مو کار پیل کړی. دا بند به د جاموکشمیر لپاره لازمې اوبه ذخیره او پاتې نورې به د اوبو یوه ستر مخزن ته ولېږدول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۹۶۰ کال د هوکړه‌لیک پر بنسټ پاکستان د هند له شمالي سیندونو نه د ګټې اخیستلو حق لري.

د اسلام‌اباد او نوي ډیلي اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې په جاموکشمیر کې د یوه برید له امله د هند ۴۴ ځواکونه ووژل شول.

«د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان په ګټه دی»

افغان سوله، د هند او پاکستان د کړکېچ قرباني

د فبروري میاشتې د ۱۴مې برید مسوولیت پاکستان مېشتې جیش‌المحمد ډلې پر غاړه واخیست.

هند پر اسلام‌اباد تور پورې کړ چې په دغه برید کې لاس لري، خو پاکستان د یادو تورونو د رد ترڅنګ، له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام