د مونیخ غونډه په سوریه کې د یوې اونۍ په اوربند پای ته ورسېدله

د پنجشنبې پر ورځ د المان په مونیخ کې د سوري د سولې په اړه د شلو هېوادونو په ګډون غونډه جوړه شوه، چې د غونډې ګډونوال په سوریه کې پر اونیز اوربند باندې پرېکړه وکړه.

د یورو نیوز د خبر پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري د دې غونډې هغه هوکړه لیک، چې له مخې یې په سوریه کې د یوې اونۍ له پاره پر اوربند فیصله شوې؛ اعلان کړ.

د هېوادونو استازي د دې هوکړې پر اساس دې پایلې ته ورسېدل، چې مرسته کوونکې ادارې به د ټولو هغو سیمو ملکي خلکو ته مرستې رسوي، چې یا کلابند دي او یا له جګړې زیانمن شوي دي.

یورو نیوز لیکي، د هوکړه لیک په متن کې د اوربند پر ځای (د دښمنیو درول) کارول شوي دي.

سرګې لاوروف او جان کيري، دواړه د دې توافق څخه خوښ برېښي او دا هوکړه یې ګټور بللی ده.

ویل کېږي، په دې توافق کې یوازې د انساني مرستو د دوستانه وېش په اړه خبرې شوي، د سیاسي او جنګي مسایلو په اړه په کې بحث نه دی شوی.

په ورته وخت کې د ژنوا د سولې خبرو د ماتولو او د مونیخ د خبرو د پیلېدلو سره سوريې ویلي، د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د روسيې هوایې بریدونو بېلابېلې لاسته راوړنې لرلي، خو په ورته وخت کې دې بریدونو درانه انساني تلفات هم اړولي دي.

یواېې په تېرو لسو ورځو کې د روسيې په هوایي بریدونو او د سوريې ځواکونو په مخکې تګ کې ۵۰ زره سوریایي وګړي بې ځایه شوي دي او په لسګونو زرو نورو وګړیو د ترکيې مرکز ته پنا وړې ده.

تر اوسه ترکيې د نړیوالې ټولنې د غوښتنې پر خلاف خپلو سرحدونه د سوريې پنا غوښتونکیو پر وړاندې نه دي پرانيستي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام