د حج په خطبه کې د سعودي عربستان مفتي اعظم شیخ عبدالعزیز الشیخ په مسلمانانو کې په توندروه ډلو سختې نیوکې وکړلې او ددوی کړنې یې د اسلام د احکاماتو سره مخالف وبللې.
په نمره مسجد کې د خطبې پر مهال شیخ مسلمانان یووالي ته را وبلل او وی یې ویل، چې مکه د مسلمانانو د یو والي سمبول دی.
د سعودی عربستان مفتي اعظم پر داعش ډلې هم سختې نیوکې وکړلې، او زیاته یې کړه چې داعش د امسلمانانو په تباهۍ پسې راخیستې.
مفتي وویل، دغې ډلې د اسلام جامې په ځان کړي او د اسلام جرړې کمزورې کوي.
ددغه ديني عالم په وینا، په اوسنيو حالاتو کې اسلام د سختو ګواښونو سره مخ دی او له هرې لورې په اسلام وارونه کيږي، مسلمانان په ډلو ويشي او د اسلام په نوم د اسلام سره دښمني کوي.
شیخ عبدالعزیز ټېنګار وکړ چې اسلام د سخت دریزۍ دین نه دی او نه هم پر چا د ظلم درس ورکوي.
هغه وویل، د اسلام پیغمبرص تل د فساد او فتنې دخورو څخه منع کړې.
د شیخ په وینا اسلام انسانان په یو ټغر راټولوي او خپلو پیروانو ته د ښه ژوند کولو لاره ښايي.
سعودي عربستان شیخ سخت دریزۍ ته وده ورکول د اسلام په تاوان وبلل او دا چاره یې بېرته د جاهلیت دورې ته ګرځېدل و بلل.
شیخ عبدالعزیز پر ځوانانو غږ وکړ چې زدکړو ته مخه کړي، هغه وویل د علم زدکړه په هر مسلمان فرض ده او ټول مسلمانان د زدکړو د ښه والي له پاره باید هڅې وکړي.
دحج په خطبه کې نوموړي ځوانان وهڅول چې عصري علوم هم حاصل کړي او بیا د اسلام مخالفو پر وړاندې ترې کار واخلي.
دحج په مراسمو کې لکونو مسلمانانو ته شیخ په خپلې وینا کې داعش د مسلمانانو د تباهۍ او بربادۍ سبب وباله او دوی یې داسلام په لباس کې د اسلام دښمنانان په ګوته کړل.
دحج مراسم او پر عرفات درېدل
له ټولې نړۍ څخه له ۲ نیم میلونو څخه زیات مسلمانان د عرفات په میدان کې راټول شول، په نمره مسجد کې د سعودي عربستان مفتي اعظم شیخ عبدالعزیز آل شیخ د حج خطبه وویله، له هغې وروسته د غرمې او مازدیګر لمونځ په یو ځای ادا شو او له هغې وروسته زیارت کوونکي د غرمې، مازدیګر او ماښام لمانځه په منځ کې د عرفات میدان کې راټول شول او دخدای په حضور کې یې دعا ګانې وغوښتې.
د لمر له پرېوتو وړاندې دحج زیارت کوونکي د مزدلفه په لور روان شول، چې هلته به د ماښام او ماسخوتن لمونځ یو ځای ترسره کړي، له هغې وروسته به غازمین د کاڼو راټولو وروسته شپه د شین اسمان لاندې تېره کړي.
د ذولحجې د سهار لمانځه له اداینې وروسته به حاجیان د منا په لور لاړ شي، هلته به لومړی ۱۰غټ شیطانان په کاڼو وویلی، د جمرو له ویشتنې وورسته به حاجیان خپل سرونه وخريی او احرام به خلاص کړي.
په ۱۱ او ۱۲ د ذولحجې به بیا حاجیان شیطانان په کاڼو وولي، له هغې وروسته به د مکې په لور روان شي، د ذولحجې په ۱۲ حاجیانو ته پکار ده چې ځانونو مسجدالحرام ته ورسوي، هلته وروستی طواف وکړي او دحج مراسم به یې بشپړ شي.





