ویل کېږي چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا د هندوستان خلاف د وخت څخه وړاندې پلان شوې ماتې ومنله.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې پاکستاني کرکټ بورډ یو ځل بیا د هندوستانۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ماتې خوړلو لپاره سودا کړې وه.
دا ځل د هندوستان پر وړاندې د پاکستان د ماتې سودا د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه والي نه ، د اوبو ترلاسه کولو نه، د بندیانو د خوشي کولو نه؛ بلکې د یوه لوبغاړي په سر وه.
د پاکستان (ایکسپریس) ورځپاڼې لیکلي چې پاکستاني کرکټ بورډ په نړیوال کرکټ کې د بالینګ بندیز سره په خپل وخت کې د مخ مشهوره (اف سپنر) سعید اجمل په بدل کې سودا کړې وه.
ورځپاڼه د خپلو منابعو له مخې لیکي چې هندوستاني کرکټ بورډ له پاکستاني کرکټ بورډ څخه په زغرده غوښتي و که د فیبرورۍ په ۱۵ مه نېټه د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام په مهمه سیالۍ کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته سرښکته کړي، خو د سعید اجمل د بالینګ ازموینې په ټیسټ کې به خنډ پیدا نه کړي.
یاده ورځپاڼه لیکي چې پاکستاني کرکټ بورډ د یوه لوبغاړي سعید اجمل د غیر قانوني بالینګ د ازموینې د بریالۍ کېدو له پاره د خپلو بې شمېره مینه والو زړونه مات کړل.
د یادونې وړ ده چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د خپل کرکټ تاریخ په شپږمه هڅه کې د هندوستان خلاف په نړیوال جام سیالیو کې ماتې ته تسلیم شوه.
د یادونې وړ ده چې په نړیوال کرکټ اوسمهال د هندوستان، اسټرالیا او انګلستان پاچاهي روانه ده او د کرکټ نړیواله شورا د یادو درې واړو هیوادونو په اشارو روانه ده.
سعید اجمل څو ورځې وړاندې د هندوستان په چنایي ښار کې د خپل غیرقانوني بالینګ د قانوني ثابتولو ازموینه ورکړه چی په کې بریالی شو، خو په نړیوال کرکټ کی یې له لوبېدو څخه انکار وکړ.
تر دې وړاندې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان عامر سهیل هم دعوه کړې وه چې د پاکستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د نړیوال جام سیالیو پریکړې په لوبغالي کې نه؛ بلکې له لوبغالي بهر ترسره کیږي او لوبډلی یواځې نمایشي لوبې کوي.





