د نړۍ له نيمايي زیاته شتمني د ۶۲ کسانو په منګلولو کې ده

د اکسفام د راپور له مخې د نړۍ د شتمنو کسانو له ډلې یوازې ۶۲ تنه يې د ټولې نړۍ ۳،۶ میلیارد نفوس د عاید په اندازه سرمایه لري.

اکسفام، چې د فقر سره د مبارزې له پاره نړېوال کنفدراسیون دی د خپلې وروستۍ څيړنې په راپور کې ليکلي؛ سره له دې، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ م ز کال په نړۍ کې ۴۰۰ میلیونه خلک زیات شوي، خو بیا هم  د نړۍ د کم ګټونکو خلکو ۴۱ سلنه ګټه کمه شوې ده.

په همدې حال کې د نړۍ ۶۲ اربابانو پيسې ۱،۷ میلیارډ ډالر (۱،۷ تریلیون) نه هم زیات شوي دي.

د اکسفام په راپور کې راغلي، چې پنځه کاله مخکې د ټولې نړۍ ۵۰ سلنه ثروت د ۳۸۸ شتمنو په لاس کې وو، چې په ۲۰۱۴م ز کال کې دغو کسانو شمېر ۸۰ تنو ته راټيټ شو او اوسمهال ۶۲ تنه دي.

د اکسفام مرکزي څانګې اجرایوي مدیر "ګلدبرینګ" د دغه راپور په اړه وايي: " ډېر يې ساده وایم، د ټولې نړۍ د ګټې نيمه برخه د یوې خاصې ډلې په ولکه کې ده، چې دا یو غېر عادلانه کار دی"

اکسفام د نړۍ له دولتونو غواړي، چې د ثروت او طبقاتي واټنونو د زیاتوالي د مخنيوي له پاره بېلابېل ستراتيژیانې جوړې کړي.

دغې ټولنې د طبقاتي تضاد په اړه د مبارزې درې ساده او اسانې لارې داسې بیانوي.

لومړی: باید لوی شرکتونه مالیات ورکړي او د تېښتې مخنيوی يې وشي.

دویم: پر هغو کسانو دې پانګونې زیاتې شي، چې ډېر کم عواید لري او د وړو شرکتونو تشویقول.

درېيم: په هغه نړۍ کې، چې په هرو ۹ کسانو کې يې یو شپه په وږي نس تېروي، که چېرې د نړۍ د داسې لويو سرمایه دارانو څخه مالیات ټول کړل شي، نو له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات انسانان به په نړۍ کې د فقر له کرښې ووځي.

د بېلګې په توګه که چېرې په افریقا کې د لويو شرکتونو څخه مالیات واخیستل شي، نو هر کال به ۱۴ میلیونه ډالر د افریقې قارې خلکو ته په مستقیم او غېر مستقیمه توګه ورشي.

په دې پېسو سره کېدی شي، چې ۴ میلیونو وګړو ته د یو کال له پاره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او یا که له بې سوادۍ سره مبارزه وشي، نو په همدغو پېسو د افریقې په قاره کې به بیخي بیسوادي له منځه لاړه شي.

اکسفام وعده کړې، چې د نړۍ پر لویو شرکتونو، پانګوالو او نورو کسانو به فشار راوړي، ترڅو د عایداتو پر سر د مالياتو پر ورکړې يې متعهد کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام