دوه کاله تېر شول؛ د افغانستان امریکايي پوهنتون د استادانو څرک نه‌شته

د افغانستان امریکایي پوهنتون رییس کینټ هالند نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د دې پوهنتون د تښتول شویو پروفیسرانو د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.

د ښاغلي هالند په وینا، دواړه پروفیسران یوازې ځوانانو ته د انګلیسي ژبې د لیک‌ ـ لوست او انسان‌دوستۍ حس په پار افغانستان ته راغلي وو او نوره هېڅ موخه یې نه‌لرله.

د افغانستان امریکایي پوهنتون رییس زیاتوي، هغه ویډیو ـ چې دوه کاله مخکې د دغو پروفیسورانو په اړه د حقاني شبکې خپره کړې وه ـ په‌کې ښکارېدل چې روغتیایي وضعیت یې خراب او له روغتیایي خدمتونو هم لېرې دي.

ښاغلی هالند وایي، امریکا د اسټرالیا او افغان‌دولت په همکاري د دوو پروفیسورانو د خلاصون هڅه کوي؛ خو حقاني شبکه د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د افغانستان له زندانونو د خپلو بندیانو خلاصون غوښتي دي.

د ده په وینا، یرغملګر د هغه کس د خلاصون غوښتنه کوي چې د افغان‌دولت په بند کې دي او امریکایي پوهنتون د افغان دولت په پرېکړو کې لاس‌وهنه نه‌شي کولی.

د افغانستان امریکایي پوهنتون رییس زیاتوي، د بندیانو په اړه د افغان‌دولت پرېکړې ته درناوی کوي او زیات شمېر افغانان د دې ډلې قربانيان کړي‌دي.

کیوین کینګ او تیموتي ویکس د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه پروفیسوران دي چې د حقاني شبکې دوه کاله مخکې له کابله وتښتول.

ویل شوي د امریکا دولت به چا ته یو میلیون ډالر انعام ورکوي چې د تښتول شویو پروفیسورانو ځای‌ځای‌ګي په اړه داسې معلومات ورکړي چې د هغوی ځای‌ځای‌ګي او خلاصون کې مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام