د کالفورنیا د بریدګرو په ډله کې یوه هغه یې پاکستانۍ وه

د امریکا د کالفورنیا ایالت د سن برنار‌‌ډو ښار امنیتي چارواکي وايي، چې د معذور کسانو په اړه جوړې شوې غونډه کې دوه تنو بریدګرو ۱۴ تنه په ډزو ووژل او ۱۷ تنه نور یې ټپيان کړل.

دغه چارواکي وايي، چې بریدګر یو تن نارینه سید رضوان فاروق او بله یوه پاکستانۍ مېرمنه تشفین مک وه، چې د پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

د سن برناردو پولیسو قومندان د بریدګرو د وژل کېدلو پخلی کوي او وايي، چې یو تن تورن کس د دغې پېښې په تړاو نیول شوی دی، خو زیاتوي، چې تراوسه معلومه نه ده، چې نیول شوی کس په برید کې لاس لري، که نه.

ویل کېږي، چې سید رضوان فاروق د سن بردنارډو درملنې مرکز مامور و او تر برید ۴ ساعته مخکې له خپلې دندې په غوسه وتلی و.

په ورته وخت کې د امریکا کالفورنیا ایالت د مسلمانانو ټولنې په دې اړه خواشیني او حیرانتیا ښکاره کړې ده.

دغه مسلمانان وايي، چې فاروق یو عقیدوي کس و او له هغه دومره تمه نه کېدله.

دغه برید په داسې حال کې کیږي، چې د ۲۰۱۲ز کال د سندي هنک په ښوونځي کې تر برید را وروسته په امریکایي وګړو دا دویم مرګونی برید دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام