اوباما: له ایران سره اټومي هوکړه د ټولو اختلافاتو د حل په معنا نه ده

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې هېواد يې هيڅکله هم له ایراني چارواکو سره د هستوي پروګرام پر سر له ضعيف موقعیت څخه خبرې اترې نه دي کړي.

هغه د ایران اټومي پروګرام پر سر د نړۍ پياوړو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا له هوکړې خوخښي څرګنده کړه.

اوباما وویل، چې په سیمه کې به هيڅ یو هېواد د اټوم بمب د جوړولو اجازه ونه لري.

اوباما زياته کړه، چې د ایران سره اوس هم د امريکا تاريخي اختلافات شته او دغه هېواد په سيمه کې د تروریزم تمويل ته ملا تړلې.

هغه دا هم وویل، چې امريکا څه وغواړي هغه کوي او هيڅکله هم پر ایران د نظامي بريد پلوي نه کوله.

همدارنګه د ایران ولسمشر حسن روحاني هم وویل، چې دغه اټومي هوکړې ته رسېدل اسان کار نه وو او له دې وروسته به ایران هيڅکله هم اټوم بمب جوړ نه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نړۍ پياوړو هېوادونو سره د ایران اټومي هوکړه دغه هېواد له سترې سیاسي انزوا نه و ویسته.

همدارنګه د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف وویل، چې ایران په دغو خبرو اترو کې له خپل قوي دريځ څخه کار اخیستی.

د ایران ولسمشر په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې د ایران او (۵+۱) هېوادونو ترمنځ اټومي هوکړه لیک لاسلیک شو.

د نړۍ د اټومي اژانس عمومي مشر یوکیا امانو ویلي، چې دغه هوکړه لیک د ولسمشر د مرستيال او د ایران د اټومي سازمان رییس علي اکبر صالحي له خوا د ایران د دولت په استازيتوب لاسلیک شو.

د لومړنيو معلوماتو له مخې د دغه هوکړه لیک یوه برخه د ایران د اټومي پروګرامونو څخه د نړۍ هېوادونو بشپړه څارنه په ګوته کوي.

په همدې حال کې د اسرايل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ويلي، چې د ایران سره اټومي هوکړه لیک یوه تاريخي تېروتنه ده.

هغه ویلي، چې د ایران سره د نړۍ اټومي هوکړه لیک د هغه هېواد شرارتونو ته تسليمدل دي.

د دغې هوکړې له مخې به پر ايران د غربي په ځانګړي ډول د امريکا لګول شوي اقتصادي بنديزونه لرې کېږي او په بدل کې به يې ايران خپل اتومي فعاليت محدود کړي.

یاده دې وي، چې د تهران د اتومي پروګرام پر سر له تېرې يوې لسيزې راهيسې خبرې روانې دي، چې له تېر کال راهيسې د خبرو دا هڅې چټکې شوې دي.

په پام کې ده، چې پر ايران د نړېوالو اقتصادي بنديزونو له لرې کولو وروسته به په سملاسي ډول ايران خپل اتومي فعاليتونه محدود کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام