
د امريکا ولسمشر باراک اوباما په ویتنام کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د افغانستان د تل پاتې سولې پر مخ لوی خنډ و او د هغه په وژل کېدو سره به د سولې خبرو اترو ته لاره هواره شي.
اوباما زیاته کړه، چې د ملااختر منصور د وژلو امر شخصاً ده ورکړی او له دې وروسته د طالبانو ټول کليدي اشخاص به همداسې یو، یو په نښه شي.
د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه، چې د دوی له خوا د طالبانو د کليدي اشخاصو په نښه کول په افغانستان کې د جنګي تګ لارې د تغیر په معنا نه ده، بلکې دوی هڅه کوي چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي.
د امريکا ولسمشر یوځل بیا ټينګار وکړ، چې د تروریزم سره باید جدي مبارزه وشي او په دغه برخه کې به امريکا افغانستان هیڅکله یواځې پرې نه ږدي.
تېره ورځ د امريکا دفاع وزارت یا پنتاګان اعلام وکړ، چې پر ملا اختر منصور باندې د برید پلان د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره شریک شوی و.
له هغه وروسته، چې د طالبانو پخواني مشر ملا منصور د وژنې راپور خپور شو په پاکستان کې د طالبانو عالي شورا د ملامنصور د ځای ناستي په اړه غونډه جوړه کړه.





