
د لندن «ګرنفل» استوګنیځې ودانۍ کې د ځاي وخت سهار یوه او ۱۵ دقیقې ډېر پراخ اور لګېدلی، چې ځاني او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د سي اېن اېن ټلوېزیوني شبکې د راپور لهمخې، دا اور د لندن په لویدیځ کې د ګرنفل په ۲۷ پوړېزې ودانۍ کې لګېدلی، چې ګڼ شمېر وګړي په اور کې بند پاتې دي او ځېنې خو لا له مرګه د خلاصون په پار له ودانۍ لاندې دانګلي دي.
د لندن ښاروال صادق خان هم پهخپلې ټویټرپاڼې لیکلي، چې دا اور د ګرنفل په برج کې لګېدلی دی.
د اور د خاموشولو لهپاره شاوخوا ۲۰۰ اطفایې رسېدلي؛ خو تر اوسه د اورلګېدنې دقیق علت نهدی معلوم شوی.
لومړی په دویم پوړ کې اور لګېدلی او نورو پوړونو ته رسېدلی دی.
د ځاني زیانونو په اړه د لندن چارواکي دقیق معلومات نهلري؛ خو ځېنو رسنیو ویلي، چې تر دامهاله ۳۰ کسان روغتونونو ته وړل شوي او د اور شدت ته په کتو ښايي د اورلګېدنې تلفات زیات وي.
د معلوماتو له مخې دې ودانۍ ۱۲۰۰ کورونه لرل.





