دهندوستان لومړي وزیر نریندر مودي په فرانسه کې دخبرو پر مهال یو ځل بیا دملګرو ملتونو امنیت شورا کې د مستقل غړیتوب غوښتنه تکرار کړه.
مودي وویل، هیواد یې ددې وړتیا لري، چې د امنیت په شورا کې د یو مستقل غړي په توګه ځای ولري.
د مودي په خبره دا ددوی حق دی او ددې له پاره چاته سوال نه کوي.
د روان ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې هندوستان ته د خپل سفر پر مهال د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي و، چې دوی د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هندوستان د مستقل غړیتوب تر لاسه کولو ملاتړ کوي.
خو بل خوا بیا پاکستاني چارواکو ویلي و، چې دامنیت په شورا کې د مستقلې چوکۍ خپلولو له پاره هندوستان وړتیا نه لري او نه شي کولی چې ددې شورا مستقل غړیتوب تر لاسه کړي.
د هندوستان لومړی وزیر چې فرانسې هیواد ته په سفر بوخت دی او د ځينو نظامي او پوځي همکاريو په اړه یې له فرانسې سره خبرې اترې کړي دي.
په دغه هیواد کې استوګنه هندوستانیانو ته په وینا کې ویلي چې فرانسې ته ددې له پاره راغلی چې خپل هیواد ته پرمختګ ورکړي.
ده همدا ډول وویل، چې دامنیت په شورا کې مستقله چوکۍ غوښتل د هندوستان حق دی او په سپين سترګۍ یې غواړي.
مودي وویل چې هندوستان دخپلو حقونو د تر لاسه کولو وړتیا پېدا کړې او خپل حق له چا د خیرات په توګه نه غواړي.





