په امریکا کې د لاریونونو سره سره به، ټرمپ سپينې ماڼۍ ته ځي

وروسته له هغه، چې د امریکا په وخت (سه شنبه ۹ نوامبر) ماښام ناوخته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان شوې او ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه و پېژندل شو، نو د دغه هېواد په څو ښارونو کې لاریونونه ترسره شول.

که څه هم هیلیري کلنټن له خپلو پلویانو غوښتي، چې ډونالډ ټرمپ ته د یو ولسمشر په توګه درناوی وکړي، خو بیا هم يې پر ضد لاریونونه شوي.

له بل لوري د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د جمهوریپال نوماند ډونالډ ټرمپ بریالیتوب په غبرګون کې د واک د سوله‌ییز لېږد ژمنه کړې ده.

هغه د تيرې چهارشنبې په ماسپښین د سپینې ماڼۍ په انګړ کې رسنيو ته وویل، چې دی د ټېلفون له لارې نوي ولسمشر ټرمپ ته د بریالیتوب مبارکي ورکړې او بلنه يې ورته ورکړې، چې نن پنجشنبې (نوامبر۱۰مه) سپینې ماڼۍ ته ورشي، ترڅو دواړه لوري د واک د ليږد په اړه خبرې اترې وکړي.

اخوا هېلیري کلنټن هم پر خپلې ناکامې د خواشینۍ ترڅنګ وویل، چې ټول باید ښه په اخلاص فکر سره ډونالډ ټرمپ ته د بریالیتوب موکه ورکړي.

نوموړې زیاته کړه، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې ډېره ځورونکې وي.

له لوري د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې سلګونو کسانو منهاټن کې د ټرمپ څلي ته ورغلل او هلته يې د نوموړي پر ضد شعارونه ورکړل.

د امریکا متحده ایالاتو د کلیفورنیا په اوکلېنډ او د اورګان په پورټلېنډ ښارونو کې هم لاریون کوونکو د امریکا بیرغ ته اور ورته کړ.

په دغو ښارونو کې زیاتره اوسېدونکي يې لېبرالیان دي.

که څه هم په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډونالډ ټرمپ زیات تفرقه اچوونکې ویناوې کولې، خو بیا هم امریکایانو نوموړی د خپل ۵۴ م ولسمشر په توګه و ټاکه.

ټرمپ به د بارک اوباما پرځای سپنې ماڼۍ ته ورځي او د نیوجرسي ایالت والي کریس کریسټي به د هغه د واک لېږد ډلې مشري پر غاړه ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام