د ترکيې پولیسو سلګونه غېر معیاري د ژغورنې واسکټونه کشف کړي

دغه د ژغورنې واسکټونه له ډېرو بې کېفیته موادو لکه فراشوت او خیمو څخه جوړيږي  

د ترکيې پولیسو تېره چهارشنبه له ۱۲۰۰ څخه زیات غیر معیاري د نجات واسکټونو یوه وړه فابریکه کشف کړې، چې په دغه فابریکه کې له اوبو څخه د انسان ژغورنې واسکټونه او نور غیر ستنډرډ شیان جوړېدل.

د تلګراف ویب پاڼه د ترکيې "دوګن" ورځپاڼې په حواله لیکي، چې د پولیسو د کشفي عملياتو په نتیجه کې  ۱۲۶۳ د نجات واسکټونه کشف او ضبط شول.

هغه غریبې کورنۍ، چې غواړي د ترکيې د اژې سيند څخه پورې وځي، نو همدغه ارزان قیمته او غېر سټنډرډ واسکټونه اخلي.

پولیس په دې اړه څلور تنه هم نيولي، چې دوې سوريايې وړې نجونې هم پکې شاملې دي.

د راپورونو پر بنسټ دغه واسکټونه د خورا بې کېفيته موادو لکه فراشوت، خیمې او اسفنجي موادو څخه جوړېدل.

داسې هم ویل کيږي، چې د دغو بې کېفیته واسکټونو له امله ۳۶ تنه هم په همدې سیند کې ډوب شوي وي 

داسې هم ویل کيږي، چې کېدای شي ۳۶ هغه کسان، چې څو ورځې وړاندې غوښتل يې اروپا ته لاړ شي د همدغو غیر معیاري واسکتونو له امله وژل شوي وي.

څو ورځې وړاندې دغه ډول واسکټونه د ترکيې د اژې سیند پر غاړه هم پېدا شوي.

اژه د انقرې او ستانبول څخه وروسته د ترکيې لوی ښار بلل کيږي او دغه بحر ته ورته سیند څخه زیاتره فقیر او ناداره خلک اروپا ته د تګ په موخه کار اخلي.

په ترکیه کې د زیاتو شیانو له پاره د تور بازار شتون په دغه هېواد کې د مهاجرینو له پاره د تګ زمینه برابروي.

داسې ویل کيږي، چې زرګونه ماشومان د غیر معیاري واسکټونو او خیمو د جوړولو له امله استثماريږي.

سره له دې، چې دغه وسایل د انسانانو د ژغورنې له پاره استعماليږي، خو په دغو وسایلو کې بیا د بې کېفيته موادو استعمال د انسانانو د مرګ سبب هم کېدای شي.

راپورونه وايي، چې د ژغورنې غیر معیاري واسکټونو یوه جوړه په ۱۰ ډالرو خرڅيږي په داسې حال کې، چې د نجات معمولي واسکټونه شاوخوا ۲۵ ډالره بیه لري.

اژه سیند د کډوالو له پاره یو له تر ټولو خطرناکو سیندونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې په کې په ۲۰۱۵ م ز کال ۳۷۷۱ مهاجر اروپا ته د تګ په هدف ډوب شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام