
د ایران ۱۲ پېر ولسمشریزو ټاکنو کې حسن روحاني د ۲۳ میلیونهو ۵ لکه ۴۹ زره او ۶۱۶ رایو په ګټلو سره د دویم ځل لهپاره وټاکل شو.
په موجود ټاکنو کې ابراهیم رییسي، مصطفی میرسلیم او محمد هاشمي د حسن روحاني له سیالانو وو.

دغه راز د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې له ټولټال ۴۱۲۲۰۱۳ رایو حسن روحاني ۲۳ میلیونهو ۵ لکه ۴۹ زره او ۶۱۶ رایې ګټلي، چې د رایو ۵۷ سلنه برابروي.
د راپور له مخې، د روحاني سرسخته سیال ابراهیم رئیسی د ۱۵۷۸۶۴۴۹ رایو په ګټلو، چې ۳۸،۵ سلنه پوره کوي په ټاکنو کې دویم هغه دی؛ زیاتې رایې، یې اخیستي دي.





