د حلب اوسيدونکي له قحط سره مخ دي

له سوريې څخه را رسیدلي راپورونه وايي، چې اوسمهال د دغه هېواد د حلب ښار اوسيدونکي د غذايي موادو له قحط سره مخ دي.

کرم ناصري عکاس او د حلب اوسیدونکی له "سي، این، این" نړېوالې شبکې سره په خبرو اترو کې ویلي، چې اوسمهال د حلب اوسيدونکي ډوډۍ او اوبه نه لري.

هغه ویلي، چې د حلب ښار د اوسيدونکو وضعیت ډېر خراب دی او د دغه ښار پر اوسيدونکو د سختې ویرې فضا حاکمه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د سوريې حلب ښار د دغه هېواد د پوځ له خوا کلا بند شوی و.

د دغه ښار په ختیځو سیمو کې د سوريې د حکومت ضد ځواکونه اوسیږي.

د سوريې د پوځ لوړ پوړي چارواکي وايي، چې تېره چهارشنبه يې د حلب ښار کلابند کړی او دغه ښار ته د تګ راتګ ټولې لارې يې بندې کړې دي.

د سوريې دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد پوځ غواړي، چې د دولت ضد وسله وال مخالفین باید تسلیم شي.

عکاس کرم ناصري وايي، د حلب اوسيدونکي نه شي کولای چې له ښاره بیرون ووځي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ښار ختیځې برخې د اسد د رژیم پلویانو له خوا سخت کلا بند شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام