د نوبل جایزې ګټونکی المانی لیکوال ګونتر ګراس ومړ

ګونتر ګراس (Günter Grass)، د نوبل جایزې کټونکی او د نړۍ له مشهورو لیکوالانو څخه دی. پرون (دوشنبه، د اپریل په ۱۳مه) د ۸۷ کلونو په عمر د المان په شمال کې د لوبک په روغتون کې ومړ.

 ناول لیکوال، شاعر، ډرامه لیکوال، انځورګر، مجسمه جوړونکی او المانی نقاش ګونتر ګراس، په ۱۹۲۷زېږديز کال کې د اکتوبر په ۱۶مه د المان په "دانزینګ" ښار کې زېږېدلی و او په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کې د المان سوسیال دیموکرات حزب سره یوځای شو.

د دې لیکوال ډېرې لیکنې سیاسي اړخ لري او د سیاست په نړۍ کې یې زیاته غوغا رامنځته کړې وې.

نوموړي په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی شو. د نوبل جایزې سره بېره ګراس نورې جایزې لکه د ۱۹۶۵کال جورج بوخنر جایزه، د ۱۹۹۶ زیږدیز کال د توماسمان جایزه، د ۱۹۹۹ زیږدیز کال د پرنس آستوریاس جایزه او د برلین ازاد پوهنتون افتخاري دکتورا، د دې مشور لیکوال له تر لاسه کړیو ویاړونو نه شمېرل کېږي.

ګراس په ۱۹۵۹ زیږدیز کال کې د "طبل حلبي" په نوم ناول ولیکه او د غه ناول ګراس نړیوال شهرت ته ورساوه. له دې ناول څخه په اقتباس سره په همدې نوم یو فلم هم جوړ شو.

د ګراس نقد کوونکیو په دې دلیل چې ده د هټلر په اردو کې ګډون درلود؛ انتقاد کاوه، ګراس له کلونو سکوت وروسته په دې اړه د "د پیاز سپينول" په نوم ناول کې د هټلر اردو ته اشاره وکړه.

د ده د مشهور اثرونو له ډلې نه د "اوسپنیز ډول"، "پيشو او موږک" "د سپيتوب کلونه"، "زما پېړۍ" او د "د پیاز سپینول" یادولی شو.

د گراس اثار د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام