
د جرمني په جنوب کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې د ګرځندویانو په یو بس ډوله موټر کې د اور لګېدنې له امله ۱۷ تنه نادرکه شوي او ۳۱ نور ټپیان شويدي.
د جرمني د پولیسو یو ویاند خپلو هېوادنیو رسنیو ته په قوي احتمال سره ویلي، چې ښايي ځېنې ګرځندویان وژل شويوي.
د ګرځندویانو دا موټر د جرمني هوف ښار نږدې سیمو کې د نورنبرګ ښار په شمالي سیمه کې له بار وړونکي موټر سره ټکر شویدی. د پېښې د رامنځته کېدو اصلي علت نهدی، معلوم، چې د تېز تګ له امله رامنځته شوې او که د نشي توکیو د استعمال نه وروسته موټر چلوونکی بې کنټروله شویدی.
د زخمیانو د لېږد لهپاره څو چورلکې لېږل شوېدي.





