جاپان: هستوي وسلې مو ویجاړې کړئ

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه او د هیرو شیما ښاروال پر هیرو شیما ښار د غور ځول شویو اتومي بمونو د ورځې د نمانځ غوڼدې په مناسبت په مراسمو کې د هستوي وسلو د ویجاړه ولو غوښتنه وکړه.

پر جاپان د اتومي بمونو د غور ځونې د ۸۰ یمې کلیزې د نماځنې په مناسبت پرون ورځ د (اکسټ په ۶مه) چې د نړۍ له ۱۰۰ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و نمانځنه وکړه.

په د غو مراسمو کې په جاپان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر روس ګاتمولر او د نړۍ د امنیت د خوندیتوب او د وسلو د کنترول په چارو کې د یاد هېواد سفیر هم ګدون کړی و.

د وال سټریټ ژورنال د راپور پر بنسټ مېرمن ګاتمولر لومړنۍ لوپوړې امریکايي چارواکې ده، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د هیرو شیما پر ښار د غورځول شویو اتومي بمونو په مناسبت د نمانځ غونډې په مراسمو کې ګډون کوي.

امریکا متحده ایالاتو په۱۹۴۵ کال د اګست په ۶مه د جاپان په هیرو شیما ښار او ۳ ورځې وروسته په ناګازاکي اتومي بمونه و غور ځول، چې ټولټال یې ۲۲۰ زره تنه ووژل.

د دغو مراسمو د نمانځنې پر مهال د اتومي بمونو د راغور ځولو په یاد د سهار په ۸:۱۵ د قیقو یې چپتیا اختیار کړه.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه وویل، چې جاپان یواځنۍ هېواد دی، چې اتومي بمونه پرې وغور ځول شول.

نوموړي زیاته کړه، چې "ژمن یم نړۍ د هستوي وسلو په پاکولو کې مرسته وکړم". 

د یاد هېواد لومړي وزیر زیاته کړه، چې د شینزو ابه او حکومت هڅې یې په دې برخه کې روانې دي، د ده پروینا، په راتلونکي کال کې به د نړۍ ۵ اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نړۍ له هستوي وسلو نه د پاکولو پر مسله د هیرو شیما په ښار کې د خبرو کوربه وي.

له بل لوري جان کري د سویل ختیځې اسیا د ملتونو اتحادیې په دویمې ناستې کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.

نوموړی وايي، چې د هیرو شیما د اتومي بمونو د ۸۰ یمې کلیزې نمانځل له ایران سره د نړۍ د اټومي هوکړې مسله لا پياوړې کوي.

دی وايي، چې امریکا او د نړۍ نور هېوادونه او روسیه د هستوي وسلو د راکمولو په هڅه کې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام