په افغانستان کې د روغتیا نړۍ‌وال سازمان د روغتیاپالو د تلفاتو په اړه اندېښنه

د روغتیا نړۍوال سازمان په وروستیو کې راپور ورکړی چې د روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکیو د وژنې شمېره لوړې شوې‌ده.

راپور کې راغلي چې د روان کال له جنوري نهتر جون میاشتې په افغانستان کې ۷ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي چې دغه شمېر له اپریل نه تر جون پورې ۳ کسانو ته رسېدلو.

د دې راپور پر بنسټ، افغانستان له سوریې او فلسطین وروسته درېیم هېواد دی چې د روغتیايي کارکوونکیو مرګ‌ژوبلې لوړ شمېر لري.

د روغتیا نړۍوال سازمان په‌خپل راپور کې ویلي چې له جنوري تر جون میاشتو پورې افغانستان کې پر روغتیايي کارکوونکیو ۵۴ بریدونه ثبت شوي‌دي.

راپور کاږي چې په  تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان ۳۷ روغتیايي کارکوونکي د دندې پرمهال برمته شوي‌دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکتر ریچارد پیرکورن په‌دې اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې په جګړه کې ښکېلې غاړې باید د روغتیايي کارکوونکیو بې‌طرفۍ ته درناوی وکړي او د بشردوستانه خدمتونو او روغتیايي کارکوونکي باید په نښه نه‌شي.

افغان چارواکیو تراوسه په‌دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام