په پېښور کې د يوې چاودنې له امله ۱۰ تنه وژل شوي

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې د پېښور ښار د کارخانو مارکېټ ترڅنګ د پولیسو د تالاشۍ پر يوې پوستې د چاودنې له امله ۱۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي.

تر اوسه لا معلومه نه ده، چې په وژل شويو او ټپيانو کې څومره پولیس شامل دي.

د پاکستان د ژغورنې چارواکي ویلي، چې دغه وژل شوي او ټپیان پولیس د خېبر ایجنسۍ په ملیشو پورې اړه لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، چې د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور کارخانو مارکېټ ته نږدې د خېبرايجنسۍ د قبايلي سيمې او پېښور پر پوله د خاصه دار ځواکونو يوه چيک پوسټ ته نږدې د چاودنې پړه پاکستاني طالبانو (ټي، ټي، پي) پرغاړه اخیستې.

په دغه چاودنه کې د پاکستاني ملیشو موټر او چيک پوسټ په نښه شوى و، چې د دغو ځواکونو د يوه جګپوړي لاین افسر د نواب شاه افريدي په ګډون يو ماشوم او د خيبر ايجنسۍ يو ځايي خبريال محبوب شاه افريدي هم وژل شوي دي.

ځينې راپورونه وايي، چې دا یو بمي چاودنه وايي، خو د ځينو نورو راپورونو له مخې پر دغو خاصه دارو ځانمرګی برید شوی.

اوسمهال د پېښې ټپيان د پېښور حيات اباد "ميډيکل کمپليکس" ته لېږدول شوي، چې د ډېرو روغتيايي حالت د خرابيدو له امله ښايي د مړو شمېر له دې هم زیات شي.

راپورونه وايي، چې د پېښور امنيتي ځواکونو تر چاودنې وروسته سيمه محاصره کړې او همدا راز يې د پېښور_ تورخم لويه لار  هم د موټرو د تګ را تګ پر مخ تړلې ده.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلى او د پاکستان د کورنيو چارو د وزير په ګډون عمران خان او ګڼو نورو سياستوالو دغه برید په کلکو ټکو غندلی او په دې اړه د پوره تحقیقاتو غوښتونکي شوي.

یاده دې وي، چې د پېښورکارخانو مارکېټ په پېښور ښار کې تر ټولو ستر تجارتي مرکز ګڼل کېږي، چې د زیاتو مارکېيټونو له امله پکې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته وي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام