
په داسې حال کې، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو ته د میاشتو، اوونیو او ورځو پر ځای د ګوتو په شمار ساعتونه پاتې دي دغو ټاکنو ته نوماند او په ځینو ایالتونو کې مخکښې نوماندې هیلیرې کلنټن قوي رقیب ډونالنډ ټرامپ یو ځل بیا ادعا کړې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې به د هیلیري کلنټن په ګټه پراخې درغلۍ وشي.
دغه جمهوریپال نوماند د خپل ادعا په تکرار سره ویلي، چې د امریکا ټاکنې به شفافې نه وي او د ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن په ګټه به زیاتې تقلبي رایې استعمالې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جنایي څېړنو فدرالې ادارې پولیسو (اف بي آی) د یو رسمي اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د هېلیري کلنټن د ایمیلونو قضیې په نویو پلټنو کې هېڅ داسې څه نه دي موندلي چې جرمي ماهیت ولري.

ډونالډ ټرامپ په مشیګان ایالت کې یوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل؛ د امریکا اف بي آی اداره د دې وړتیا نه لري، چې په اتو ورځو کې ۶۵۰ زره ایمیلونه وارزوي.
په پام کې ده، چې د سه شنبې په ورځ (نوامبر ۸مه) نېټه په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.
اخوا بیا د هیلیري کلنټن د کمپاین ټیم د اف بي آی ادارې د پلټنو پایلو له امله خوښي څرګنده کړې.
د یادې ادارې رییس جیمز کومي نژدې دوه اونۍ وړاندې په یوه لیک کې د مېرمن کلنټن د نویو ایمیلونو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی و.





