د شیطان ویشتنې پر مهال ۷۱۷ حاجیان ووژل شول

د سعودي عربستان چارواکي وايي، چې د لوی اختر په لومړی ورځ د حج مراسمو ترسره کولو په لړ کې شاوخوا ۷۱۷ حاجیان وژل شوي دي او له ۸ سوه زیات  ټپیان شوي دي.

وروستي راپورونه وايي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې حاجیانو د شیطان څلي ویشتلو مراسم تر سره کول.

سږ کال د نړۍ له زیاتو هېوادونو څخه د حج د ادا کولو له پاره  له ۲ میلیونو زیات زیارت کوونکي تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپټمبر په ۱۱ مه د یو جرثقیل د لوېدو له امله مسجد الحرام ته نږدې په مکه مکرمه کې له ۱۰۰ زیات حاجیان ووژل شول او شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپیان شول.

عربي رسنيو په خپلو راپورونو کې ویلي دي، چې د پېښې لامل ځېنې حاجیان دي، چې دشیطان څلي له ویشتو برېته د مکې په لور ګرځي.

ددوی د معلوماتو له مخې، د حج د ځانګړو لارښونو څخه د سرغړونې او بېرته د تګ په کش و ګیر کې دا پېښه رامنځته شوې.

په ګڼې ګوڼې کې تر پښو لاندې شويو وژل شویو حاجیانو شمېر لاهم د زیاتېدو د ویرې سره مخ دی.

چارواکي وايي، چې په وژل شويو کې نارینه، مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي.

ددوی په وینا چې ډير هغه یې د زیات عمر لرونکي حاجیان دي، چې د ګڼې ګوڼې او پښو لاندې یې مقاومت نه شو کولی.

د العربیه خبریال، چې د پېښې په ځای کې له اوله موجود و، وايي چې دا پېښه د دوه لاملونو له کبله رامنځته شوې ده.

لومړی سبب یې هغه د تګ ځانګړې لاره ده چې د شېطان څلي ویشتنې له پاره ورتلونکو زیارت کوونکو ته ټاکل شوې.

د ګوزار ځای ته د نږدې کېدو کشمکش دا ډول پېښو ته لاره هواروي.

او دویم سبب یې هغه حاجیان دي چې شیطان په کاڼو وولي او بېرته ستنيږي.

د سیمې امنیتي مسولین وايي، چې دمرستې له پاره نږدې ۴۰۰۰ زره خدمت کوونکي رسېدلي او له ۲سوه زیات امبولانسونه هم چمتو شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د شېطان څلي ويشتلو پر مهال دا ډول پېښه رامنځته کيږي.

په ۱۹۹۰ کال کې د حاجیانو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله له زرو تنو زیات حاجیان وژل شوي وو.

له نن څخه ۴ کال مخکې په جمراتو د ویشتنې په ځای کې له ۲۷۰ تنو زیات حاجیان ووژل شول او دې ته په ورته پېښه کې له نن څخه ۳ کاله مخکې د حاجیانو د خیمو سوځېدو له امله ۳۵۰ مړه شوي وو او په ورستۍ پېښه کې چې په ۲۰۰۶ په همدې ځای کې رامنځته شوې وه شاوخوا ۳۵۰ تنه حاجیان وژل شوي وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام