په کابل کې د امريکا سفير ويلي د کندوز وضعيت د دې څرګندونه کوې چې د افغانستان سره د نړېوالې ټولنې په مرستو کې باید زیاتوالی راشي او دغه مرستې بايد دوه چنده شي.
په افغانستان کې د امرېکا د متحده اېالاتو سفير مایيکل مک کينلي دغه څرګندونې په کابل کې ځوان افغان ډپلوماټانو سره د يوې غونډې پر مهال وکړې.
هغه وويل، چې د کندوز اوسني حالت يو مشکل رامنځ ته کړی، خو د تيرو ۱۳ کلنو راهيسې چې د افغانستان د پرمختګ له پاره کومې هڅې رواني دې هغه به دوام ولري او بايد نورې هم زیاتې شي.
د امريکا سفير په هيله من ډول وويل، افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ امکانات لري او له هغې باید ګټه واخیستل شي.
د امرېکا سفير په داسې حال کې افغان دولت سره د مرستو د زیاتولو خبره کوي، چې افغان حکومت په بېلا بېلو برخو کې د ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
امرېکا د کندوز له پېښې وروسته خپله ژمنه بیا تازه کړې، چې افغانان به یواځې نه پرېږدي او په سختو شېبو کې به یې ترڅنګ ودريږي.
په همدې حال کې راپورونه را رسېدلي، چې د کندوز د جګړې له پاره امرېکايي، برتانوي او الماني ځواکونه هم افغان امنیتي سرتېرو سره مرستې له پاره سېمې ته رسېدلي دي.
په همدې حال کې سلام وطندار ته تازه رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د یوې اندازې سرتېرو سره د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ ته ځان رسولی، چې په ورتګ یې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه لوړه شوې ده.
د امريکا سفير افغان ډپلوماټانو ته وويل، چې د نړۍ د پر مخ تللي هيوادونو له تجربو څخه ګټه واخلي او په خپله سيمه، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسيا د هيوادونو سره ښې اړيکې ټينګې کړي.
د دې له پاره چې افغان ډيپلوماټان له پرمختللي روشونو سره اشنا شي، ټاکل شوې د امريکا او چين دولتونو په مرستې سره نږدې ۶۰ ځوان افغان ډپلوماټانو ته په واشنګټن او بيجنګ کې ددې له پاره روزنه ورکړل شي ، چې هغوی د نړيوال معيار ډېپلوماسۍ ته چمتو شي.





