د فرانس پرس خبري اژانس خبرداری ورکوي، چې په عراق او شام کې د داعش ډلې د ورانکاريو له امله په اروپايي هېوادونو کې سوري کډوالو ته پناه ورکول به د دغو ورانکارو ډلو د بریالتيوب په معنا وي.
د عراق، اردن، ترکيې او لبنان په ګډون د نړۍ ۶۰ هېوادونو وزیران په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ او پريکړه يې وکړه، چې د سوري او عراقي کډوالو له پاره باید هر هېواد خپله حوصله زیاته کړي او دغو کډوالو ته هر راز انساني حقوق ورکړي.
دوی په خپلو پريکړو کې دا هم ویلي، چې دغه ټول اقلیتونه باید په سیاسي عمل کې شامل او د انسانیت خلاف جرم له پاره دې هیچا ته استثنا قایل نه شي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر لوران فابیوس " آر، ټي، ايل" راډيو سره د مرکې پر مهال ویلي، چې اوسمهال سوري وګړي له ډېر سخت حالت سره مخ دي، خو په وينا يې که چېرې دغو وګړو ته په اروپايي هېوادونو کې ځای ورکړل شي، نو دا به د داعش ډلې د بريالیتوب په معنا وي.
د خبري ناستې په پېل کې د فرانسې لومړي وزیر فرانسو اولاند ویلي، چې د اوسمهال له پاره د یو انساني همدردۍ له پاره عاجله مرسته همداسې کېدی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي اتحاديې د کمېسيون د پريکړې پر اساس به جرمني ۳۱ زره او فرانسه ۲۴ زره سوري کډوالو ته د اوسېدو زمينه برابره کړي.
تېره ورځ هم غېر دولتي نړېوالو رسنيو راپور ورکړ، چې اروپا او اسټراليا ته تر اوسه ۱۶ زره خلک نوي مهاجر شوي دي.
همدارنګه د جرمني او اسټراليا هېوادونو اعلان وکړ، چې له دې وروسته به د کډوالو له پاره د دوی سرحدونه خلاص وي.
د دغه اعلان څخه وروسته تر اوسه په زرګونه کډوال یادو هېوادونو ته د ریل ګاډو او بسونو په واسطه د ژوند کولو له پاره ورغلي دي.





