اسراییل: ایران د ټولې نړۍ له پاره خطر دی

د اسراییلو لومړي وزیر د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل، ایران سره د اوباما هوکړه هغه هیواد سره په اټومي ځواک جوړېدو کې مرسته کوي

اسراییلي لومړي وزیر بینجمن نیتن یاهو وویل: د ایران اوسنی حکومت هم دپخواني هغې په شان سخت دریزه دی، چې باور پرې نه شي کیدلی.

نیتن یاهو زیاته کړه، دایران له خوا د اټومي وسلو د تر لاسه کولو هڅه ددوی راتلونکي له پاره ګواښ دی.

اسراییلي مشر زیاته کړه، چې د ایران او امریکا ترمنځ په کومې  اټومي هوکړې خبرې اترې کيږي هغه ددوي هیواد له پاره خطر دی او له دا ډول هوکړې نه هوکړه ښه ده، همدا ډول  دغه چارواکي په ایران تور پورې کړ چې د ترهګرۍ په خورولو کې لاس لري.

۔نیتن یاهو امریکایی کانګرس ته وویل چې په ګډه د ایران مخه نیول اړین کار دی.

 همدې حال کې بارک اوبا ويلي، په اټومي وسلو سمبال ایران هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې نړۍ په اټومي وسلو سمبال ایران نه شي زغملی.

بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته وویل چې د منځني ختیځ په سیمه کې د اټومي وسلو روانه لوبه د اسرائیلو او امریکا د ګټو پر خلاف ده، خو په دې سربېره به د امریکا او اسرائیلو اړیکې خرابې نه کړي.

د بارک اوباما په وینا، له دې هیڅوک سترګې نه شي پټولی، چې ایران په پرلپسې ډول اسرائیلو ته ګواښونه کوي، خو له د ایران اټومي وسلو د مخنیوي موضوع بنسټیزه مسله ده، ځکه چې د اټومي وسلو تولید په سیمه کې د امنیتي ستونزو د راپيدا کولو لپاره خطرناک ثابتولی شي.

د امریکا ولسمشر وویل، استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې ده، چې ایران د اټومي وسلو د موادو زیاتوالی منجمد کړی او خبرو اترو کې مرستې ته چمتو دی.

هغه د دې خبرې ضمانت کوي، چې له ایران سره به په یوې ګټورې هوکړې صلاح کوي، که ګټوره نه وه، هیڅ هوکړه نه کوي.

اوبا ما زیاته کړه، چې له ایران سره هره هوکړه کېږي، هغه به د یوې نړيوالۍ څارنې تر لاندې وي.

خو بل لورې په ځلونو تر دې وړاندې دایران حکومت دامریکا او ۵ جمعه یو هیوادونو هغه نیوکې رد کړي، چې په دغه هیواد یې د یورانیمو د غني کولو په برخه کې پورې کړي دي.

ایرانی حکومت وايي، چې ددوي اټومي پرګرام سولیز دی او له دې به بل چاته ګواښ نه متوجه کيږي.

همدا ډول د ایران د بهرنيو چارو وزارت او نورو لوړ پوړو چارواکو دا هم ویلي چې د اټومي پرګرام پر سر خبرو له پاره ضروري ده چې امریکا د بندیزونو په برخه کې نرمښت را والي.

دغه هیواد وايي، چې پر اټومي پرګرام خبرې او بندیزونه په یو حال کې د منلو وړ نه دي.

دکانګرس له دغې غونډې وړاندې بارک اوباما ویلي و، چې دایران سره د خبرو له به هغه هیواد لږ نه لږ ۱۰کاله خپل اټومي پرګرام کنګل حالت ته راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام