کویټه کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۳۰ یې ټپيان کړي

پاکستاني پولیسو ویلي چې د بلوچستان د مرکز کویټې د ترکاریو په یو منډه‌يي کې نن له غرمې مخکې یوې چاودنې ۱۶تنه وژلي او ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړي‌دي.  

په وژل شویو او ټپیانو کې هزاره‌ګان هم شامل دي.

پاکستاني پولیس وایي چې هزاره‌ګان د ترکارۍ دې منډي ته د کارو بار له‌پاره ورځي. ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي د الوګانو په یوې بوجۍ کې ځای پرځای شوي‌وو.

پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د بمي چاودنې نوعیت نه‌دی معلوم چې ریموټ‌کنټرول بم و او که د ورکړل شوي وخت پر اساس عیار شوی و.

راپورونه وايي، چاودنه داسې مهال شوې چې منډه‌يي ته په زرګونو کسان د سوداګریزو چارو له‌پاره ورغلي وو.

د پاکستاني پولیسو په وینا، ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي‌دي‌؛ خو د ځېنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی‌دی.

له‌دې مخکې هم په بلوچستان کې پر هزاره‌ګانو بریدونه شوي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د کویټې برید غندلی او قربانیانو سره یې خواخوږي شریکه کړې‌ده.

پر ده سربېره د پاکستان لومړي وزیر عمران‌خان هم دا یوه ترهګریزه پېښه ګڼلې او له قربانیانو سره یې د خواخوږۍ ترڅنګ د پېښې د پلټنې غوښتنه‌ کړې‌ده.

په تېره یوه میاشت کې بلوچستان کې ۳ چاودنې شوي چې شاوخوا ۸ تنه یې وژلي‌ دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام