اوباما: د لیبیا په ګډوډۍ کې فرانسه او برېټانیا ګرم دي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اتلانتیک سیاسي مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې په لیبیا کې د فرانسې او برېټانیې هېوادونو د جټ الوتکو په بمباریو، جنګي شرایطو او هوايي بریدونو باندې خبرې او بیا کتنه کړې ده.

اوباما په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د دغو هېوادونو د بریدونو په نتیجه کې د معمرالقذاقي ۴۱ کلنه واکمني نسکوره شوه، خو په لیبیا کې د واک تشه او له اروپا سره د لیبیا سرحد د دې لامل شول، چې د بېلابېلو نظامي ډلو تر منځ نښته پیل شي او داعش هم د دغه هېواد په یوه برخه کې نفوذ وکړي.

سره له دې چې د لیبیا خلک قومي جنګونه د لیبیا د ټوټه کېدو لامل ګني، خو اوباما بیا بل ډول څرګندونې کوي او په لیبیا کې د فرانسې او برېټانیا بې نظمه بریدونه غندي.

اتلانتیک مجله لیکي، چې اوباما په نیکلاس سارکوزي او ډېویډ کامرون نیوکه کړې او په مرکه کې یې ویلي دي، چې د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکلاس سارکوزی یوازې په دې باور و، چې د معرم القذافي دیکتاتوري نظام نسکورل به د فرانسې په نوم خلاصه شي.

اوبام وايي، همدا ډول د برېټانیا لومړي وزیر کامرون په بې ارزښته موضوع ګانو ځان بوخت کړی و او له نظامي عملیاتو وروسته یې د لیبیا جګړې ځپلو ښارونو له حالته یې ځان بې خبره وساته.

د امریکې ولسمشر په غوسې سره ویلي دي، چې اروپايي هېوادونو او د عربو خلیج حوزې هېوادونو عادت دی، چې په مهمو نړیوالو پرېکړو کې امریکا مشري په غاړه واخلي.

دی وايي، چې دغو هېوادونو له امریکایانو غوښتل، چې د جګړې مشري په غاړه واخلي او په جګړې کې دي، فعاله ونډه ونه لري.

نو له همدې امله امریکا پرېکړه وکړه، چې د لیبیا جګړې نظامي رهبري اروپايي هېوادونو او د خلیج حوزې عربي هېوادونو ته پرېږدي.

اتلانتیک سیاسي مجله لیکي، چې امریکا د برېټانیې له هېواده غوښتي، چې په نړیوال امنیت کې دې خپله عادلانه ونډه وښيي؛ او که برېټانیا غواړي، چې له امریکې سره په ځانګړې ډیپلوماتیکه اړیکه کې ووسي لږ تر لږه دې د خپلو ملي خالصو عوایدو ۲سلنه په دفاعي مسایلو ولګوي.

سپېنې ماڼۍ  له اتلانتیک مجلې سره د اوباما د دغه مرکې له جنجالي کېدو وروسته یوه بیانیه خپره کړه، چې په هغه بیانیه کې د برېټانیا له مثبت رول نه یادونه شوې وه او د امریکې او برېټانیا ښې اړیکې یې ستایلې وې.

د اتلانتیک سیاسي مجلې له دې مخکې هم د بارک اوباما سره دغه ډول جنجال راپاروونکې مرکې کړې وې، چې زیاته برخه یې د اوباما د بهرني سیاست په اړه وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام