بوکوحرام ډلې ۱۶ نایجري وګړي وژلي دي

د بوکوحرام وسله والې ډلې تېره جمعه ۱۶ تنه د نایجریا په شمال ختیځ کې په یوه کلي کې ووژل.

تلګراف ورځپاڼې د کیمبا کلي د اوسېدونکو د پېښې عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي، چې د بوکو حرام جهادي ډلې د شپې په ۱۰ بجو په بایسکلونو سپاره راغلل او پر دغه کلي یې برید وکړ.

د عیني شاهدانو په خبره، بوکوحرام وسله والې ډلې وروسته له هغې چې کلی یې کلا بند کړی وو، د تللو پر مهال یې پر ولسي خلکو ګولۍ وورولې او کورونو ته یې اور ورته کړ.

د سیمې خلکو وروسته له هغه چې برید ګر له سیمې ولاړل رسنیو ته ویلي دي، چې په دغه برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او ګومان کېږي، چې ۶ تنه مېرمنې یې هم له ځانه سره تښتولي دي.

د دې برید دلیل تر اوسه پورې معلوم شوی نه دی، خو ګومان کېږي، چې دغې ډلې د دې له پاره په هغه کلي برید کړی وي، چې ګواکې ماشومان یې ښوونځیو ته تللي وي.

بوکوحرام یا " الجماعة أهل السنة للدعوة والجهاد " یوه اسلامي وسله واله افراطي ډله ده، چې په ۲۰۰۲ م ز  کال کې د محمد یوسف له خوا جوړه شوه.

دغه ډله په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د مسلمانانو ګډون لکه د رایې ورکول او ښوونځي ته تلل حرام ګڼي.

دوی په ناجریا، چاد او د کامرون په شمال کې فعالیت کوي.

بوکوحرام له دې مخکې له القاعدې سره اړیکه لرله او په دې وروستیو کې د داعش وسله والې ډلې له مشر اوبوبکر البغدادي سره بیعت کړی دی او د دوی د فعالیت سیمې ته یې د اسلامي دولت د لویدیځې افریقا ولایت نوم ورکړی دی.

د امریکا متحده ایالانو په ۲۰۱۳ م ز کال کې دغه ډله په تورلیست کې شامله کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام