په افغانستان کې د اروپايې ټولنې استازي پلان لري، چې د راتلونکې اونۍ شنبې ورځ د (اروپا نړېواله ورځ) په کابل کې (ماشومانو ته د لوبې کولو اجازه ورکړئ) تر نوم لاندی ونمانځي.
د دې ټولنې له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د (اروپا ورځ) هرکال په اروپا او ټوله نړۍ کی نمانځل کیږي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، چې اروپایي ټولنې سږکال ورزش ته ځانګړې کړې او مخې به یې په کابل کې د (اروپا ورځې) د نمانځغونډې شعار دا وي، چې افغان ماشومانو ته د ورزش کولو اجازه ورکړئ.
اروپایي ټولنې ویلي، چی د دې کار موخه یې افغان لوبغاړو ته احترام او ورزش سره د دوی د شوق زیاتوالی دی.
د خبرپاڼې له مخې، چې دغې نمانځغونډې ته یې د افغانستان المپیک ملي کمېټې چارواکي، روزونکي او دغه راز د ۵ ورزشي رشتو ۱۰۰ تنه لوبغاړي هم وربللي دي.
ویل کيږي، چې د اروپا ورځې په نمانځغونډه کې به د فوټبال، والیبال، بډمنټون، بوکس او تکواندو لوبغاړي هم وړتیاوې ګډونووالو ته وړاندې کړي.
د اروپایي ټولنې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نمانځغونډه کی به د اروپایي ټولنې د پلاوي مشر او ځانګړې استازې فرانزمایکل میلین هم ګډون او وینا وکړي.





