.jpg)
د عربستان له خوا په هوايي برید کې د یمن په شمال لویدیځ کې ۴۲ تنه وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د عربستان پر رهبرۍ د اتیلاف دا هوايي بریدونه د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح او د حوثیانو د ځپلو له پاره پیل شوي دي. دغه ایتلاف د یمن پخواني ولسمشر عبدربه منصور هادي ته بېرته د قدرت د ورګرځولو له پاره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر اوسه پورې د عربستان په بریدونو کې ۶ زره کسان وژل شوي، چې ۵۰ سلنه یې ملکي وګړي دی.

ملګرو ملتونو د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم اعلان وکړ، چې سعودي عربستان په ډېرو بریدونو کې ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اړولې. دغه بنسټ دا حملې د بشري جنایت په نامه یادې کړې دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې د دې پېښو د څېړنو امر کړی دی.
خو سعودي عربستان په ځلونو سره په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلې خبرونه رد کړي دي.





