جنوبي اسیا کې د اټومي جنګ ګواښ

د جنوبی اسیا د مسایلو امریکايي کارپوهان وايي، چې که پرهندوستان ترهګریز برید وشي نو دغه هیواد به پر پاکستان پراخه پوځي برېدونه پېل کړي.

چې په پایله کې ددې ډير امکان لېدل کيږي، دنړۍ په زیات نفوس لرونکې سیمه کې  اټومي جګړه ونښلي.

له دغه ګواښه پرده د جنوبي اسیا دمسایلو ۲ کارپوهانو؛ جارج پروکووچ او ایشلی ټيلیس ددې اونۍ په پېل کې دامریکا سنا د یوې ډلې پر وړاندې پورته کړې ده.

 د امریکا کانګریس  دا اونۍ د۲۰۱۶ کال بودیجې په اړه د اوباما حکومت پر وړاندیزونو د سلا مشورو لړۍ پېل کړې ده.

کله چې بهرنيو هیوادونو ته د امریکا د مرستو په اړه د دغه هیواد دبهرنيو چارو وزارت وړاندیزونه تر غور لاندې ونیول شول؛ نو د امریکا دبهرنيو چارو وزیر جان کیري ترڅنګ د امریکا مهم چارواکي او د مسایلو څېړونکي هم د اوباما حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د ارزونې له پاره ور وبلل شول.

د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په تړاو د جنوبي اسیا د مسایلو دغه پوهانو دلیل وړاندې کړ، چې که پر هندوستان د پاکستان له خاورې غټ ترهګریز برید وشي؛ نو هندوستان به په ځواب کې پر پاکستان پوځي برید پېل کړي او پاکستان به د هند پر وړاندې له اټومي وسلو کار واخلي.

جارج پر کووچ وویل، جنوبي اسیا داسې سیمه ده چې په نږدې راتلونکي کې په کې د اټومي وسلو د کارونې زیات امکانات تر سترګو کيږي.

او دا ګواښ دپاکستان او هندوستان ترمنځ ترېنګلې اړېکې لا پیاوړی کوي.

همدا ډول د جنوبي اسیا د مسایلو بل کارپوه ایشلي ټيلیس پر امریکايي حکومت ټېنګار وکړ چې د دا ډول ترهګريز برید د مخنیوي په برخه کې دې خپل اغیز ناک رول ولوبوي او دا ډول برید مخنيوي کې دې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د هندوستان او پاکستان دولتونو ترمنځ واټن زیات شوی، چې په راتلونکې کې ددغه واټن  د لا زیاتېدو امکان شته دی،

ایشلي ټيلیس زیاته کړې، چې په دې برخه کې دې امریکا جدي ګامونه پورته کړي اوسیمه کې د احتمالي اټومي جګړې ګواښونه دې را کم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام