
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې کودتا کوونکو ته به سخته سزا ورکړي.
څو ساعتونه وړاندې د ترکيې په انقره کې څو چاودنې وشوې او د چاودنو سره سم پوځیان په مجهز ډول سړکونو ته راووتل او کودتا يې پېل کړه.
تر اوسه د کودتا په ترڅ کې په انقرې کې د ۱۷ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.
داسې هم ویل کیږي، چې د ترکیې په پارلمان باندې د کودتا کوونکو له خوا ډزې شوې دي او عام وګړي د رجب طیب اردوغان په امر سړکونو ته راوتي دي.

کودتاچیانو د انقرې مرکزي ټلویزیون له نیولو وروسته یې خپله اعلامیه هم خپره کړه، چې اوسني د رجب طیب اردوغان په امر حکومت ډیموکراتیکو ارزښتونو ته شا کړې وه اوس واک د دوی په لاس کې دی.
داسې راپور هم خپور شوی، چې په استانبول کې د کودتاچیانو یو ایف ۱۶ جنګي هیلي کاپټر ویشتل شوی دی.
اردو په رسمي توګه خپلو ټولو پلویانو باندې يې غږ کړی، چې باید سړکونو ته راووځي او د دغه کړکیچ مخه ونیسي.
له بل لوري د استانبول په هوايي ډګر کې هم د چاودنو راپورونه خپاره شوي.
خو د تلفاتو په اړه يې راپور نشته.
د کودتا سره سم د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د بهرنيو چارو وزیر جان کري د اردوغان د حکومت د پلوي اعلان وکړ.
له بل لوري بلغاریا، جرمني، قطر او ملګرو ملتونو دغه کوتا غندلې ده.





