امريکا: هندوستان او پاکستان دې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

سپینې ماڼۍ یوځل بیا پر هندوستان او پاکستان ټينګار کړی، چې باید خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک سي ټونر په واشنګټن کې د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې د دغو دوو ګاونډي هېوادونو د اختلافاتو د حل له پاره امريکا هر ډول کار ستايي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې، چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو حلول د ټولې نړۍ په ګټه ده او د نړۍ هېوادونه هم په دغه برخه کې د مرستو له پاره چمتو دي.

هغه په پاکستان کې د حقاني شبکې د موجودیت په اړه يې وویل، چې امريکا په پاکستان کې د ترهګریزو شبکو په ځانګړي ډول د حقاني تروریستي ډلې څخه زیات د خطر احساس کوي.

د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال خبریالانو ته دا هم وویل، چې امريکا په جدي توګه څاري، چې پاکستان د حقاني شبکې پر وړاندې کوم اقدامات ترسره کوي.

تېره ورځ د اوباما د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، چې په امريکا ته دا هيڅکله د منلو وړ نه دي، چې په افغانستان کې شوي ترهګریز بريدونه دې په پاکستان کې پلان شي.

هغې ویلي و، چې په د کابل په شاه شهيد سيمه کې تروریستي بريد د حقاني شبکې له لوري شوی وو او د حقاني شبکه د پاکستان په خاوره کې پټنځايونه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام