
د ترکیې د کورنیو چار وزیر سلیمان سویلو وايي، په استانبول ښار کې د رینا په نوم پر یو ډسکو کلب د وسله وال برید په پایله کې ۳۹ تنه وژل شوي دي.
دی وايي، په وژل شویو کسانو کې ۱۶ تنه یې بهرنیان دي.
د راپورونو له مخې، په برید کې ۶۹ تنه ټپیان شوي دي.
دغه ډسکو کلب د استانبول ښار په اورتاکوی سیمه کې جوړ شوی دی.
ویل شوي، چې د برید پرمهال په کلب کې شاوخوا ۷۰۰ کسان موجود وو.

تر اوسه د برید انګیزه معلومه نه ده، خو د استانبول والي واثب شاهین دا یو ترهګریز برید ګڼلی دی.
په لومړنیو راپورونو کې بریدګر دوه تنه ښودل ښوي وو، خو واثب شاهین وايي، چې بریدګر یو کس و او د نوي کال په ځانګړو جامو کې کلب ته وردننه شوی و.
تر اوسه هېڅ کومې ډله د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
په دې وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې ګڼ ترهګریز بریدونه وشول، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د استانبول ښار د انځورګرۍ په یو جوړ شوي نندارتون کې د یو ترک پولیس له لوري د روسیې سفیر د وینا پرمهال په ګولیو وویشتل شو.





