د تبت تبعید شوي رهبر ستاینې چین غوسه کړی دی

د تبت بودایانو مذهبي رهبر دالايي لاما نه د امریکا ولسمشر بارک اوباما ستاینې د چین هېواد د رسنۍ او حکومتي چارواکو غوسه راپارولې دي.

دالايي لاما د تبت بودایانو مشهور خپلواکي غوښتونکی رهبر دی. نوموړی د ۱۹۵۹ کال د خپلواکۍ غوښتلو له پاڅون وروسته هند ته تبعید شو او د تبتیانو دغه تبعید شوی رهبر په واشنګټن کې د سباناري کلنۍ مقدسه غونډه کې د بارک اوباما له خوایې قدردانی او ستاینه وشوه.

اوباما دغه رهبر د انساني ازادۍ او کرامت هڅوونکی وباله او شخصي ملګری یې یاد کړ.

اوباما د دالايي لاما سره مخامخ غونډه نه لرله، د وینا له دریځ ځایه یې ورته درناوی وکړ او ویې ستایه.

د چین هېواد د بهرنیو چارو وزیر له دې ستاینې وروسته وویل، تبت د چین کورنۍ موضوع ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، د تبت موضوع کې لاس وهنه، د چین په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په معنا ده.

ده زیاته کړې ده، چې په دې اړه به د هر هېواد په وړاندې ودرېږي.

د چین شینهوا حکومتي خبري اژانس په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي دي، چې د تبتیانو تبعید شوي رهبر او د امریکا ولسمشر تر منځ هر ډول دوستانه اړیکي به سیاسي منفي پایلې ولري.

د دغې مقالې په یوې برخه کې راغلي دي، چې اوباما او دالايي لاما ځان نړۍ ته یوازې د یو او بل د ملګري په ډول ور پېژني، خو د پردې ترشا سیاسي هوکړې او محاسبات جریان لري.

د چین هېواد دغه خبري اژانس په یوې بلې خپرې شوې مقالې کې ویلي دي، چې امریکا د تبت له مسلې نه په ګټنې سره چین ته ستونزې جوړوي او دوی هیڅ کله د چین هېواد ته په اړیکو کې ښه نیت نه دی ښکاره کړی.

تبت بودایان د نورو چینایانو سره د ژوند او دین له پلونه توپېرونه لري، چې همدغه توپېرونه د دې لامل شوي دي، چې د دالايي لاما له تبعید پرته دغه مذهبي خلک د چین له حکومت نه کرکه وکړي.

له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د امریکا ولسمشر اوباما د چین حکومت له مخالفانو د رهبر سره لیدل کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام