
په ۲۰۱۱ م زیږدیز کال کې د امریکې ځانګړو ځواکونو د پاکستان په خوندي او پوځي سیمه "ایبټ اباد" کې ځانګړي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.
دغې پېښې په نړیواله او سیمهییزه کچه پاکستان له سختو نیوکو سره مخ کړ، چې هغه هیواد هم هلته د بن لادن د اوسېدو او د امریکايي عملیاتو په اړه یو کمېسيون ته دنده وسپارله چې دا قضیه وڅېړي.
د هغه کمېسيون مشر له پاکستاني حکومت غوښتنه کړې، چې ددوی چمتو کړی راپور دې خپور شي.
د اسامه بن لادن د هستوګنې او وژلو د قضیې په اړه د جوړ شوي کمېسيون مشر متقاعد قاضي جاوید اقبال ویلي، چې حکومت دې په کویټه کې د پولیسو په مرکز د شوي برید په څېر پاکستان کې د اسامه بن لادن د هستوګنې او وژلو په تړاو چمتو شوی راپور هم خپور کړي.
قاضي جاوید اقبال رسنيو سره په خبرو کې وویل، دا باید په ډاګه شي چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د اوسېدو او هلته د امریکايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په قضیه کې څوک ګرم دي او چا خپل مسوولیت نه دی پوره کړی.
" د ايبټ اباد پيښې په اړه څوک ذمه وار دي، يا چا خپله ذمه واري نه ده پوره کړې، زما وړه لور هميشه پوښتنه کوي، چي په ايبټ اباد کې اسامه موجود وو او که نۀ!؟ "

د دغې قضیې د څېړنې له پاره د جوړ شوي کمېسيون د مشر له څرګندونو وروسته په پاکستان کې د چارو شنونکي په پاکستاني حکومت نیوکه کوي، چې د خپلو تېروتنو پټولو له پاره د دغه کمېسيون موندنې له خلکو سره نه شریکوي.
پاکستان میشت خبریال شمیم شاهد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د پېښو په اړه د کمېسيونونو د جوړولو مقصد همدا وي، چې په هغې اړه معلومات را ټول او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
شاهد زیاتوي، چې پاکستانی حکومت باید په ډاګه کړي، اسامه بن لادن ته په ځای ورکولو او د امریکې په ځانګړو عملیاتو کې ګرم او ملامت څوک وو.
د یولسم سپتمبر له پېښې وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان برید وکړ او دلیل یې دا و، چې په دغه پېښه کې د القاعده شبکې لاس درلود له ۱۰ کلونو جګړې وروسته د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دا په ډاګه شوه، چې اسامه بن لادن د پاکستان په خوندي پوځي سیمه ایبټ اباد کې له څو کلونو راهیسې ژوند کولو او خپل عملیات یې له همدې ځایه تنظيمول.
په پاکستان کې د اسامه بن لادن موجودیت او وژنې د امریکې او پاکستان ترمنځ اړیکې هم ترينګلې کړې او په پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ تورونو نور هم زور واخیسته.





