
راپورونه وايي، چې نن له غرمې مخکې د ترکيې په ستانبول ښار کې د يوې چاودنې له امله شاوخوا ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د راپورونو په حواله، دغه چاودنه د ستانبول په یوه ګڼه ګوڼې تاريخي سيمه کې رامنځ ته شوې.
یاده سيمه د سلطان احمد په نوم ياديږي او تر اوسه هيڅ کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د بهرنيو رسنيو د راپور له مخې، د مړو او ټپيانو په منځ کې بهرني سیلانیان هم شامل دي.
د سيمې خلک وايي، د چاودنې غږ دومره قوي و، چې څو کيلو مټره لري هم اوریدل شوی دی.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، چې دغه چاودنه د یوې سوري وګړي په واسطه شوې.
د پېښې سيمه اوسمهال د امنيتي ځواکونو تر قوي کنټرول لاندې ده او پوځي څارنوالان د پېښې په سيمه کې پلټنې پېل کړې دي.
په تېر کال کې هم ترکيه د دوو خونړيو پېښو شاهده وه، چې يوه يې په جولای میاشت او بله يې په اکټوبر میاشت کې ترسره شوه.
په دغو پېښو کې ۱۳۰ تنه وژل شوي وو، چې وروسته بیا د داعش او د کردستان ډلو (پ،ک،ک) ویلي وو، چې دغه بریدونه دوی ترسره کړي دي.





