د کاناډا په کبک سيټي جومات کې شاوخوا ۵ تنه وژل شوي

برید د کیوبک سیټي په «چیمین سېنټ فوی» جومات کې شوی دی.

د کاناډا په کبک سیټي جومات کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو سره ۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

برید د کبک سیټي په «چیمین سېنټ فوی» جومات کې شوی دی.

 اسوشېټېډ پرېس لیکلي دي، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د کبک سيټي په «اسلامي ـ کلتوري مرکز» کې په داسې حال کې شوې، چې خلک د لمانځه د ادا کولو له پاره جومات ته راټول شوي وو.

د جومات د چارو مشر محمد ینګوی، چې د برید پرمهال د جومات د ننه و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نه پوهېږي چې څومره کسان ټپیان شوي؛ خو د کبک روغتونونو ته وړل شوي دي. ده دا یو وحشي عمل ګڼلی دی.

۲ تنو ترهګرو په ډزو کې ۵ تنه وژلي دي

د دې اسلامي ـ فرهنګي مرکز مشر وايي، چې جومات کې شاوخوا ۴۰ تنه وګړي د لمانځه له‌پاره ورغلي وو، چې ۳ تنه ترهګر جومات ته ننوتل او په ډزو کې یې ۵ تنه ووژل. ، خو پولیسو تر اوسه په رسمي توګه د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمېرې نه دي اعلان کړې.

د کبک پولیسو رسنیو ته د پېښې په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د برید د انګیزې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. خو د کبک یو چارواکي فیلېپ کویلارډ دا «یو ترهګریز عمل» بللی.

خو وروسته پولیسو سیمه کې وضعیت تر کنټرو لاندې نیول دی.

د کاناډا صدراعظم جاسټن تروډو په خپلې ټویټر پاڼې د برید غندنه کړې ده او د قربانیانو له کورنیو سره يې غمشریکۍ کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام