
په امريکا کې د وسلو د سوداګرو ټولنې National Rifle Association (NRA) د هغه هیواد ولسمشري ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له مخکښ نوماند ډونالډ ټرامپ ملاتړ اعلان کړ.
په دې ټاکنو کې له مخالف لوري د ټرامپ مخکښه سياله هیليري کلنټن په امريکا کې پر وسلو ساتلو تر يوه بریده د بنديز پلوۍ ده.
ټرامپ په خپله وروستۍ وينا کې د موکرات سياله کانديده، هیليري کلنټن بی زړه وبلله او زياته يې کړه، چې ميرمن کلنټن غواړي په امريکايانو د وسلو ساتلو قانون سخت کړي.
د امريکا اساسي قانون له مخې هرڅوک حق لري، چې د ځاني امنیت له پاره وسلې وساتي، خو پرهمدغو وسلو بيا هر کال زرګونه کسان خپل ژوند بایلي.
ډونالډ ټرامپ د وسلو سوداګرو یوې غونډې ویلي، چې په امريکا کې به له وسلو پاک ځايونه له منځه يوسي.

دغه شعار د وسلو سوداګرو په چکچکو او شورماشور بدرګه کړ.
خو هیليري کلنټن باوري ده، چې له خلکو د وسلې راټولول به د بې ځايه مرګونو مخه ونيسي ډونالډ ټرامپ بیا وایي دغه ګام به عادي امريکايان د مجرمينو پر وړاندې بې وسلې کړي.
ده وويل چې هیليري د امريکايانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
کلنټن او ملګري يې هوډمن دي، چې د امريکايانو د وسلو ساتلو اساسي حق ته په درناوي سره داسې ګامونه پورته کړي، چې په دې اړه د مجرمينو لاسونه لنډ کړي.





