ترهګره هېواد ته دې ورستون شه!

د تېرې شنبې(جدي۵مه) په ورځ ګهیځ مهال ۶۸ کلن سک، امریک سینګ بال چې غټه ږېره، سپین کالي او یو لنګوټی یې پر سر و، د خپل کار ځای څخه د کور په لور د تګ په تکل و، چې په ناببره توګه د امریکا په ویسکانسین سیمه کې د دوو سپین پوستو امریکایانو له خوا پرې برید کېږي.

دغه دوه سپین پوستي امریکایان امریک سینګ بال ته سپکې سپورې ور ته وايي.

دوی دغه سک ته وايي، چې "ترهګره ته په امریکا کې څه کوې"؟

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې د بال کیسه د ټولو هغو کیسو یوه بېلګه ده چې څو ځلې سکان د مسلمانانو سره په ظاهري لباس کې د ورته والي له امله په امریکا کې د سخت لارو او له اسلام نه په ډار کې خلکو له خوا دغه ډول سپکې او سپورې ورته ویل کېږي.

درې کلونه مخکې یوه امریکايي متعصب ۶ تنه سکان په ګولیو وویشتل.

په امریکا کې د مېشتو سکانو ټولنه د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې او نژادي تبعیض په اړه وايي، چې سکان سخت دریځي نه دي، بلکې سوله خوښوونکي خلک دي.

په امریکا کې مېشتو سکانو د یو لاریون په ترڅ کې د اسلام نه وېره او تعصب په کلکو ټکو وغنده.

مسلمانان په امریکا کې د غلامي له تاریخ سره سم هلته ورغلي دي، خو د ۲۰۰۱ زکال په نیویارک کې  ترهګریزو بریدونو وروسته سخت دریځو امریکانو د مسلمانانو په خلاف تعصب پیل کړ.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د مسلمانانو د زورونو راپورونه خپاره شوي دي.

په سومالیه کې د داکوتا پر یو رسټورانټ برید، په نیویارک کې د مسلمان هټیوال وهل او په تکزاس کې د مسلمانانو د یوه جومات سوزول هغه څه چې مسلمانان په کې زورول شوي دي.

د اسلام څخه هېره یواځې په څو امریکايي ډلو پورې تړلې نه ده، بلکې د امریکا جمهوري غوښتنې مخکښ کاندید دونالد ترامپ هم له هغو کسانو دی، چې امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ مخالف کس دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام