په ترکيې کې تاریخي ټول‌پوښتنه

په ترکيه کې د اساسي قانون د تغیر په موخه ټول‌پوښتنه پېل شوې، چې له‌مخې به یې د ترکيې هېواد اوسيدونکي د خپل اساسي قانون د تغیر یا تایید په موخه خپلې رایې وکاروي.

د دوی ټول‌پوښتنه د ترکيې پر وخت نن سهار ۷ بجې پېل شوې ده.

په‌دې اړه د یاد هېواد مشر رجب طیب اردوغان ویلي، غواړي د ترکیې اساسي قانون بدل کړي او پارلماني نظام په ریاستي واړوي، ترڅو هېوادمشر ته ډېر واکونه ور په برخه شي.

که اساسي قانون د بدلېدو رايې ترلاسه شي، نو اردوغان ته به اجازه ورکړل شي، تر ۲۰۲۹ کال پورې خپل واک وچلوي.

د راپور پر بنسټ، په ترکيې کې د نن ورځې ټول‌پوښتنه د "هو او نه" غوراوۍ لري.

د ترکيې هېواد پر ټاکنو د څارنیزو او اجرایي بنسټونو د اعلان له مخې، اوس‌مهال په هغه هېواد کې نژدې ۵۵ میلیونه کسان په ټول‌پوښتنه کې د ګډون په شرایطو برابر دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام