
ایران وايي اوکرایني اولوتکه د انساني تېروتنې له امله وېشتل شوې ده. د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه الوتکه په غیر عمدي توګه هوايي ضد توغندي باندې لګېدلې او غورځول شوې ده.
اعلامیه زیاتوي، پر الوتکه د امریکا د یوه توغندي شک شوی و چې وار په وار د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه ستراتیژیک مرکز ته نږدې کېده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ایران په ځلونو هغه خبرونه او ادعاوې رد کړې چې ویل کېده دغه الوتکه ویشتل شوې.
اوکرایني بویینګ ۷۳۷ مسافر وړونکې اولوتکه د چهارشنبې په ورځ د تهران په خمیني هوايي ډګر کې وغورځېده او په کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ټول ۱۶۷ مسافر او د الوتکې ۹ عمله ټول ووژل شول.





