اوباما: ایران باید۱۰کاله نور خپل اټومي پروګرام کنګل حالت ته راوړي
دامریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي، که د ایران اسلامي جمهوريت د خپل اټومي پروګرام په باب هوکړې ته د رسېدو ليوالتیا لري، نو باید د خپل اټومي پروګرام د غني کولو پروسه لږ تر لږه ۱۰ کاله په کنګل حالت کې وساتي.
بارک اوباما رویټرز بريټانوي خبري اژانس سره په خپله مرکه کې ويلي، له حالاتو داسې ښکاري، چې ممکن د اټومي پروګرام پر سر هوکړې ته ونه رسيږو.
بارک اوباما وايي، د ایران اټومي پروګرام پر سر د امریکا او اسراییل تر منځ ژور اختلافات شته، خو په وينا يي دا اختلافونه به د دوی اړيکې د تل لپاره اغیزمنې نه کړي.
ولسمشر بارک اوباما وايي پروسږ کال کله، چې په دې اړه یوه موقته هوکړه کېده د اسرايلو لومړي وزیر لخوا یې مخالفت کول ناسم اقدام و.
اوباما زياته کړه، نتنیاهو په دې اړه خورا زيات ادعاوې وکړې، چې دا به خطرناکه هوکړه وي، پایله به یې ایران ته د ۵۰ میلیاردو ډالرو مرسته وي.
همدارنګه د ده په وينا د اسرايلو لومړي وزير هغه مهال ويلي و، چې ایران به هوکړې ته ژمن پاتې نه شي؛ خو دی وايي، چې اوس دې ټولو نه یوه ادعا هم رښتیا ثابته نه شوه.
د امریکا کانګریس کې یو ویاند جان بوهینر د اسراییلو لومړي وزیر ته په ګانګریس کې وینا لپاره بلنه ورکړې، خو دیموکراتان له دې کړنې ناخوښ ښکاري.
ویل کيږي، چې د سې شنبې په ورځ به بینیامین نتنیاهو د امریکا کانګریس کې وينا وکړي او د اوباما دغې پريکړې په اړه به جدي غبرګون وښي.
امریکا له فرانسې، جرمني، بریټانیا، چين او روسيې هېوادونو غواړي، چې د ایران اټومي پروګرام په بدل کې د بندیزونو نرمښت لپاره هوکړه وکړي.
د امريکا په ګډون د نړۍ ډیر هېوادونه انديښنه لري، چې ایران اټومي وسلې د جوړولو په هڅه کې دی؛ خو ایران بیا په کراتو دغه ادعاوې رد کړي دي او د خپل يورانيمو غني کولو پرګرام سوله ییز ګڼي.





