چیلي هېواد نږدې یوه پیړۍ وروسته د امریکې فوټبال اتلولي وګټله

یادې لوبډلې د امریکې وچې په (کوپا امریکا) فوټبال جام سیالیو کې وروستۍ فاینل لوبه کې دغه کارنامه ثبت کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چیلي لوبډلې په خپل کوربتوب د (سن ټیانګو) په فوټبال نړېوال لوبغالي کې سرسختې سیالې ارجنټاینۍ لوبډلې په فاینل لوبه کې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د قانوني او اضافه وخت ترپایه بې له کوم ګول برابره پای ته ورسیده، خو په (پنلټي) شوټونو کې چیلي د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته ۱-۴ ارجنټاین ته ماتې ورکړه.

ویل کیږي دا په وروستیو ۹۹ کلونو کې لومړی ځل شو، چې د چیلي هیواد فوټبال ملي لوبډله د امریکې وچې د فوټبال سیالیو داتلولۍ جام ګټي.

په لوبه کې د ارجنټاین له پاره د فوټبال نړۍ د مشهوره لوبغاړي لیونیل میسي جادو هم په چیلي فوټبال لوبډلې ونه چلید او ارجنټاین ته یې په پنلټي شوټونو کې یواځې یو ګول ترسره کړ، خو خپلې لوبډلې ته یې د اتلولۍ جام و نه شو ګټلی.

د یادونې وړ ده، چې د لیونیل میسي په کپټانۍ کې تېرکال ارجنټاین د فوټبال نړېوال جام سیالیو فاینل لوبه هم المانۍ لوبډلې ته بایللې وه.

د امریکی وچې (کوپا امریکا) سترو فوټبال جام سیالیو کې په ۱۹۱۶ ز کال کې د لومړي ځل له پاره چیلي فوټبال ملي لوبډلې برخه اخیستې وه، خو په دې سیالیو کې یې د ۹۹ کلن انتظار وروسته دا تلولۍ تاج په سر کړ.

په دې فوټبال ټورنامنټ کې د امریکې وچې ۱۲ فوټبال ملي لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د ۲۳ ورځو له پاره د چیلي هیواد ۹ لوبغالو په کوربتوب ترسره شو.

په سیالیو کې ټولټال ۲۶ لوبې ترسره شوې، چې په کې د اتلې چیلي وروسته ارجنټاین دویم ، پیرو درېیم او پرګوایې لوبډلې څلورم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ څه باندې نیم میلیون نندارچیانو په لوبغالو کې دننه ننداره کړې، چې په کې ټولټال ۵۹ ګولونه ترسره شول.

د سیالیو په پای کې د پیرو فوټبالرپاولو ګوریرو او د اتلې چیلي فوټبالرایډوارډو وارګس په څلورڅلور ګولونو سره مخکښ ګول وهوونکي، د کلمبیا فوټبالرجیسن موریلو ځوان فوټبالر، د چیلي لوبغاړي کلاډیو براوو غوره ګول ساتوونکی اعلان شو ،خو د اخلاقو کپ بیا د پیرو هیواد فوټبال ملي لوبډلې ته ورکړل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام