راپورونه وايي، چې د پاکستان بلوچستان ایالت په مستونګ سيمه کې ترهګرو دوه بسونه راګرځولي او ټول مسافر يې برمته کړي دي.
د بلوچستان ایالات د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي په وينا دغه دوه بسونه، چې د بلوچستان له پشين څخه کراچۍ ته روان وو، د ترهګرو له لوري برمته شوي او ۲۰ تنه يې پکې په ډزو وژلي دي.
هغه وايي، تر اوسه ترهګر د پاکستان ځايي پوليسو سره په نښتو اخته دي او په وينا يې که ضرورت شو، نو د پاکستان له پوځ نه به د جګړې کابو کولو له پاره مرسته وغواړي.
نوموړي زياته کړې، چې د ترهګرو لوی پلان يې شنډ کړی، نو ځکه دوی د عوامو خلکو په وژلو لاس پورې کړي.
سرفراز بګټي د ترهګرو شنډ شوي پروګرام ته اشاره نه ده کړې.
د مستونګ سيمې یو سيمه ییز چارواکي ويلي، چې د ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې ترهګر شاوخوا ۳۰ مسافر برمته کړ، خو په وينا يې کله چې د همغې سيمې پولیسو ته اطلاع رسيږي، نو دوی په دوو بسونو کې پر شته مسافرو ډزې کوي، چې په پایله کې يې ۲۰ تنه وژل کيږي.
په سيمه کې د پاتې یرغمل شويو کسانو د لټون له پاره د پوځيانو له لوري عمليات جریان لري.
د ويلو ده، چې تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
اخوا بیا یو بل چارواکي، چې نوم يې نه دی ذکر شوی ويلي، چې ترهګرو ۵ مسافر بېرته ازاد کړي دي.
له بل لوري د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د بلوچستان ایالت له مقاماتو يې د پېښې په اړه د جدي څېړونو غوښتنه کړې او د پېښې په اړه يې بلوچستان ته د کورنيو چارو وزیر او اعلی وزیر هم استولي دي.
د پېښې په اړه عامو خلکو لاریون هم کړی، چې د کويټه او کراچۍ پر لویه لاره د موټرو تګ راتګ يې هم بند کړي دي.





