امریکا د ختیځې اروپا ۷ هېوادونو ته د زیاتې وسلې د لېږد اعلان کړی دی

د امریکا د دفاع وزیر شتون کارتر د اروپايي هېواد ایستونیا په پلازمېنې ټیلن کې خبریالانو ته وویل، چې په ایسټونیا، لتوانیا، لټویا بلغاریا، رومانیه او جرمني کې به دومره وسله ځای پر ځای کړي، چې یوه پوځي قومنداني ورته اړتیا لري.

په دغو پوځي وسلو کې ۲۵۰ ټانکوه، زغره والې موټرې او لویې توپ خانې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د امريکا دفاع وزیر شتون کارتر ویلي وو، چې که له روسيې سره دښمني نه غواړو، نو د ځان دفاع خو کولی شو.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د اړتیا پر وخت به امریکا له خپل ځانه ضرور دفاع کوي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، چې پر روسيې به تر هغه وخته پورې اقتصادي بندیزونه لګېدلي وي، چې په اوکراین کې یې خپلې لاسوهنې نه وي بندې کړي.

شتون کارتر ویلي دي، چې که له روسیې سره دښمني نه کوي؛ نو د ځان دفاع حتمي کولی شي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې د امریکا دفاع وزیر ایشټن کارټر نن د (جونه په ۲۳مه) د جرمني له پلازمېنې برلین نه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا له روسيې سره کومه دښمني کول غواړي او نه هم د کوم جنګ د راپيدا کولو تمه لري، خو د اړتیا پر وخت به امریکا له خپل ځانه ضرور دفاع کوي.

هغه وویل، اوسمهال چې غربي هېوادونو ته کوم خطرونه متوجې دي؛ په هغه کې د اوکراین موضوع یواځې یوه خوا ده.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، چې پر روسيې به تر هغه وخته پورې اقتصادي بندیزونه لګېدلي وي، چې په اوکراین کې یې خپلې لاسوهنې نه وي بندې کړي.

هغه وړاندې وویل، چې د غربي هېوادونو له خوا مسکو ته خبرداری ورکول کېږي، چې د تېر په شان دې له هیڅ هېواد سره د لاسوهنې په ډول له زور زیاتي کار نه اخلي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر د استونيا په پلازمېنه کې دا هم ویلي، چې دا هغه وسلې دي، چې د امریکا له پوځي لیکو نه لېرې ځایونو ته هم د لېږد امکانات لري.

شتون کارتر زیاته کړه، چې له دې اقدام څخه موخه په سیمه کې د امریکا د خپلو اتحادي ملګرو د دفاع ده.

دغه امریکايي چارواکی وايي، هغه ویره چې د ناټو سازمان غړي هیوادونه یې له روسیې او ترهګریزو ډلو څخه لري امریکا یې ترڅنګ دريږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام