په پاکستان کې پر ۳۰۰ هلکانو د جنسي تېري قضیه ورځ تر بلې کړکېچنېږي

له پاکستاني رسنيو څخه لاس ته راغلي معلومات ښيي، چې د ياد هېواد پنجاب ایالت په قصور سيمه کې پر شاوخوا ۳۰۰ هلکانو جنسي تېری شوی.

د راپورونو پر بنسټ د دغو هلکانو عمرونه تر ۱۴ کلونو ښودل شوي دي.

د پنجاب په یو داسې مهمه سيمه کې پر زیات شمېر ماشومانو جنسي تېري د راپور خپريدو څخه وروسته دغه موضوع د تېرې يوې اوونې راهیسې ورځ تر بلې زور اخلي او د دغه هېواد زیات اوسېدونکي يې متاثره کړي.

د پاکستاني رسنيو او کارپوهانو له خوا دا يو له شرمه ډک راپور بلل شوی او ويلي يې دي، چې د پنجاب ایالت يواځې په يوه وړه سيمه کې پر هلکانو د جنسي تېري دغې بې سارې شمېرې ته ګوته په غاښ پاتې دي.

پردغو شاوخوا ۳۰۰ هلکانو د جنسي تېري ويډيوګانې هم بازارونو ته راوتلي او له ۶۰ څخه تر ۷۰ ويډيوګانو پورې عامو خلکو هم ليدلي دي.

د دغو ويډيوګانو په ليدو سره د ځايي اوسېدونکو غوسه را پارېدلې او په شدیدو لاریونونو يې لاس پوری کړي، چې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ له اخ او ډب وروسته ۱۵ پاکستاني پولیس ټپیان شوي دي.

دغه علاقه د قایم حسېن خان کلي په نوم یاديږي، چې د قصور سيمې ته له ننوتو وروسته حسېن خان کلي ته د رسېدو له پاره باید ۵ کیلو مټره مزل وشي.

د حسېن خان د کلي پولیس (ډي، پي، اورای بابر) ویلي، چې دوی ته تر اوسه په دې اړه یواځې ۷ شکايتونه ثبت شوي دي.

بابر زیاته کړې، چې د دوو خواوو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال له امله دغه پېښه رامنځ ته شوې.

راپورونه وايي، د ځمکې پر سر دعوه کوونکو به پر هلکانو په دې خاطر جنسي تېری کاوه، چې د شخړو په وخت کې د دوی پرمخ ونه دريږي.

هغه زیاته کړې، چې له پېښې وروسته سمدلاسه د پنجاب وزیر اعلی د يو ګډو پلاوي د ټاکلو په واسطه د جدي څېړنو غوښتونکی شوی.

ډي، پي، دا هم ویلي، چې دغه تحقیقاتي ټيم له يوې اوونۍ وروسته د خپاره شويو شمېرو ثبوتونه نه دي پېدا کړي.

یاده دې وي، چې د هلکانو ځينو کورنيو ته د جنسي تېري په باب پولیسو ته د اطلاع ورکولو له امله ګواښونه هم شوي.

د پاکستان د پنجاب ایالت وزیر اعلی شهباز شریف پولیسو ته د تورنو کسانو د نيولو حکم ورکړی.

د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ د اخ ډب له امله ۱۵ پاکستاني پولیس ټپيان شوي دي.

په دې اړه د پاکستان مشهورو کارپوهانو هم خپله اندېښنه ښکاره کړې.

د کارپوهانو مشر مظهر عباس ویلي، چې په دغې شرمناکې پېښې په باب د پاکستان محاکمو له لوري څېړنې به هيڅ ګټه ونه کړي، ځکه په وينا يې د ترهګريزو بريدونو شکايتونه هم ډېر ثبت شوي، خو هيڅ کوم ځای يې نه دی نيولی.

همدارنګه بل پاکستانی کارپوه حامد مير ویلي، چې مخکې له دې هم داسې پېښې په محاکمو کې ثبت شوي، خو چا يې پوښتنه نه ده کړې.

د يادونې وړ ده، چې د ځينو نورو راپورونو په حواله د پنجاب په قصور سيمه کې له تېر ۲۰۰۸ م ز کال راهیسې دغه جنسي تېري روانې دي.

په پاکستان کې د لومړي ځل له پاره په داسې شمېرو د جنسي تېرو راپور ورکول بی ساری بلل شوی او کېدی شي، چې د پنجاب په یوه کلي کې يواځې په ۳۰۰ هلکانو د جنسي تېري دومره شمېره په نړۍ کې هم ساری ونه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام