له ايران نه د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د تاوان د ورکړې غوښتنه

د تهران د هوايي پېښې د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو نړیواله ډله له ایرانه د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تاوان غوښتنه وکړه.

افغانستان، کاناډا، انګلستان، اوکراین او سویډن هغه هېوادونه دي چې وګړي یې په ایران کې د اوکراینۍ  الوتکې د لویدو له کبله وژل شوي دي.

د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تېره ورځ په لندن کې په يوه غنډه کې د يادې پېښې د څېړلو په موخه پنځه ماده‌ييزه  اعلاميه تصويب کړه.

د افغانستان په استازولۍ په دې ناسته کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير ادریس زمان ګډون کړی و.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د تهران د هوايي پېښې د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو نړیوالې ډلې په دې ناسته کې پرېکړه وکړه چې ايران دې د دې پېښې پوره مسووليت ومني او د قربانيانو کورنيو ته دې تاوان ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې د غونډې برخه‌والو د پېښې د بشپړې او جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په تهران کې د يوه اوکرايني هوايي شرکت د الوتکې د لوېدو له کبله ۱۷۶ کسان ووژل شول چې ۱۳ تنه يې افغانان وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام